لارښود

بریتانیا ته د غیرقانوني کډوالۍ خطرونه

د کډوالو لپاره بریتانیا ته د خطرناکو یا غیرقانوني لارو نه د سفر د خطرونو او واقعیتونو په اړه معلومات او په دې اړه خوندي او قانوني بدیل لارې.

سریزه

کډوالو ته د قاچاق وړونکو له خوا زیاتره ویل کېږي چې بریتانیا ته سفر کول به ډېر خوندي او اسانه وي، خو دا سفر خلک د ټپي کېدو، ناوړه ګټنې او استثمار له جدي خطر سره مخامخ کوي. دا سفر نه یوازې دا چې ګران، بلکه خطرناکه هم دی. بریتانیا ته د رسېدو لپاره سړو، ښځو او ماشومانو په وړو بېړیو یا په لاریو کې د پټیدو له لارې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کډوال زیاتره داسې حالاتو کې اړ کېږي چې خورا خطرناک دي. د انسانانو قاچاق وړونکي:

  • ارزانه کښتۍ کاروي چې هغوی یې موندلئ شي او د خطرناکو اوبو لپاره مناسب ندي

  • کښتۍ په ډېرو زیاتو انسانانو ډکوي

  • هغوی ته د ژوند د خوندي کولو جاکټونه نه ورکوي

  • لارۍ او کانټینرونه په انسانانو ډکوي، اکثراً هغوی په تنګ، ډیر سوړ ځای باروي چې د هغو د ژوند لپاره خطر رامینځته کوی.او تنګه هوا کې

دا کار د کډوالو ژوند په جدی خطر کې اچوی.

خپل ژوند په خطر کې مه اچوئ. په غیر قانوني ډول سفر مه کوئ.

د کښتۍ یا لارۍ په ذریعه بریتانیا ته د غیرقانوني سفر خطرونه

د ماشومانو په ګډون زیاتره خلک چې بریتانیا ته د وړو کښتیو یا لاریو په ذریعه د سفر هڅه کړي ده په لاره کې وژل شوي یا هم جدي ټپیان شوي دي.

بریتانیا ته په وړه کښتۍ کې د سفر په لاره کې لاندې خطرونه شته:

  • د سمندر وضعیت په چټکۍ سره بدلون مومي – په دې صورت کې کېدای شي کښتۍ پر بل مخ واوړي یا هم ډوبه شي
  • ښايي تاسې په سمندر کې ولویزئ او ډوب شئ – دا چې اوبه ډېرې سړي دي، کیدای شی دا کار په څو دقیقو کې واقع شي.
  • ستاسې کښتۍ ښايي د سفر په مهال ماته شي – ځکه هغه کښتۍ چې قاچاق کوونکي یې تاسې ته درکوي هغه زیاتره د اوږد سفر لپاره مناسبې نه دي
  • کېدای شي ستاسې کښتۍ له یوې بلې سترې کښتۍ سره ټکر وکړي – ځکه چې د انګلستان او فرانسې تر منځ سمندر په نړۍ کې د کښتۍ چلولو تر ټولو ډېر بیروبار لرونکی سمندر ګڼل کیږي

بریتانیا ته په لارۍ کې پټ د سفر په مهال لاندې خطرونه شامل دي:

  • کله چې د حرکت په مهال له یوې نقیله وسیلې څخه بلې ته خېږئ، کېدای شي تاسې ښکته را ولویږئ
  • تاسې په یوه یخچال لرونکې نقلیه وسیله کې د کنګل کېدو له خطر سره مخامخ یاست
  • کېدای شي په یوه تړلي کانتینر یا لارۍ کې ستاسې ساه په اسانۍ سره ودریږي
  • ښايي پر تاسې باندې د توکو د لویدو له امله ټپي شئ
  • ښايي تاسې پر سړک ولویږئ یا هم تر لارۍ لاندې شئ

د انسان د قاچاق وړونکو خطرونه

هغه کسان چې ستاسې سفر تنظیموي زیاتره د سازمان ورکړل شویو جنایتکارو ډلو غړي دي او ښايي تاسې په داسې خطرناکو موقعیتونو کې را ښکیل کړې تر څو هغوی ته خپل پور ورکړئ.

سره له دې چې قاچاق وړونکي تاسو ته څه وایی، که چیرې تاسې په غیرقانوني توګه بریتانیا ته ورسیږئ تاسو ته به د کار کولو یا پیسو ګټلو اجازه درنکړل شي .په پای کې کیدای شي تاسې په کوڅو کې ویده شئ، په سوال کولو او قاچاق وړونکو ته د پیسو په ورکولو مجبور شئ، یا غلامۍ ته اړ شئ.

ښايي تاسې ته د جنایت کاره استخدام کوونکو له خوا کار درکړل شي، کوم چې تاسې ته معاش نه درکوي یا هم ډېر کم معاش درکوي او له تاسې څخه غواړي چې په خطرناکو شرایطو کې کار وکړئ. هغوی کولای شي د سفر او نامناسبې اوسېدنې لپاره ډېرې پیسې وغواړي.

دا کېدای شي په دې معنی وي چې تاسې به:

  • د مجرمینو په وړاندې ډیر پوروړي شئ او له مالی نظره به زیان منونکي شئ او د هغو میتودونو له لارې به ستاسو څخه ګټه پورته کړي چې مجرمې ډلې یې ستاسې د عوایدو د پلاس راوړلو لپاره کاروي.
  • نه شئ کولای چې خپل هېواد ته د خپلې کورنۍ لپاره پیسې ولیږئ
  • د یوې خطرناکې جنایت کاره شبکې په غړی بدل شئ – چې په دې سره به خپل ځان او خپله کورنۍ په خطر کې واچوئ

که چېرې تاسې له یوه خوندي هېواد نه بریتانیا ته راشئ، نو څه پیښیږي

که چېرې تاسې په خوندي توګه بریتانیا ته را ورسیږئ، ښايي و نه شئ کړای چې دلته پاتې شئ. که چېرې تاسې هڅه وکړئ چې بریتانیا ته له یوه خوندي هېواد نه راشئ او دلته بیا د پناه اخیستو غوښتنه وکړئ، ښايي دلته په پام کې و نه نیول شي.

په بریتانیا کې د پناه اخیستو بهیر په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو له بهیر څخه کوم غوره والی نه لري او تاسې باید تل هغه لومړني خوندي هېواد کې د پناه اخیستو لپاره غوښتنه ورکړئ، کوم چې ورته را رسېدلي یاست. که چېرې تاسې دا کار په بریتانیا کې وکړئ، نو ښايي ستاسې د توقع خلاف حقیقت بل ډول وي، د بېلګې په توګه:

  • پناه غوښتونکي یوازې هغه وخت اجازه لري چې په بریتانیا کې کار وکړي، کله چې د دوی پناه غوښته ۱۲ میاشتو یا له دې نه زیات وخت لپاره د هغوی له کوم تقصیر پرته ځنډول شوې وي. که چېرې تاسې د کار کولو دپاره مساعد یاست، نو هغه دندې چې تاسې یې تر سره کولای شئ هغه به د Shortage Occupation List (کمبودو دندو لیکلړ) کې موجوده دندو پورې محدود وي.
  • په بریتانیا کې د کار د حق لرلو نه پرته کار کول یو جنايي جرم ګڼل کېږي او هغه کډوال کوم چې په غیرقانوني توګه کار کوي، کېدای شي تر ۶ میاشتو پورې بندیان شي. که چېرې کوم کس پوهیږي یا هم داسې معقول دلیل ولري چې له مخې یې یو کس په غیرقانوني توګه کار کوي، نو د غیرقانوني کار کولو څخه تر لاسه شوی معاش به یې د جرم د عوایدو په توګه ضبط شي.
  • که چېرې ثابته شي چئ یو استخدام کوونکئ یو کس په غیرقانوني توګه استخدام کړی وي، هغه به جریمه شي یا تر قانوني څېړنو لاندې ونیول شي.
  • یوازې هغه کسان چې د کډوالۍ د موقف قانوني اسناد لري، کولای شي شخصي ځای په کرایه ونیسي. د کور د څښتنانو او د املاکو د استازو لپاره دا جرم ګڼل کېږي که چېرې په آګاهانه توګه خپل ملکیت یا ځای یو غیرقانوني کډوال ته په کرایه ورکړي.
  • په بریتانیا کې غیرقانوي کډوال نه شي کولای چې دولتي مرستو ته لاسرسنه ولري. هغه کسان چې د کډوالۍ قانوني موقف نلري، د بریتانیا په روغتونونو کې د درملنې لپاره یا د روغتیايي ثانوي خدماتو په مهال به پر هغوی باندې لګښتونه چارج کړل شي. د طبي درملنې اړوند ځنډول شوې پرداختونه هم کولای شي د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د لا زیات رد کېدو لامل وګرځي.
  • نور خدمات لکه بانکي حسابونو ته لاسرسی او د موټر چلولو لایسنس هم د هغو خلکو لپاره محدود دي کوم چې په غیرقانوني توګه په بریتانیا کې ژوند کوي.

د غیرقانوني مهاجرت قانون

حکومت قانون ته بدلون ورکوي ترڅو هغه کسان چې په غیرقانوني توګه بریتانیا ته راځی ونشي کولای دلته پاتې شي او د دې پرځای به توقیف ته واستول شي او بیا به ژر تر ژره خپل هیواد یا خوندي دریم هیواد ته ولیږدول شي. د غیرقانوني کډوالۍ نوئ قانون به د هغو کسانو د بیرته لیږلو پروسه ګړندی کړي چې په بریتانیا کې د پاتې کیدو حق نلری او د هغو کسانو فرصتونه به له منځه یوسي چې د غلامۍ د عصری ساتنو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

د روانډا هیواد ته د کډوالو لیږدول

د ۲۰۲۲ کال د جنوري له ۱ نېټې راهیسې، که چېرې تاسې بریتانیا ته په غیرقانوني توګه سفر کړئ وي او د یوه خوندي هېواد له لارې راغلي وي یا د هغه هېواد سره تړاو ولرئ، نو روانډا ته به ولیږل شئ.

هغه خلک چې روانډا ته لیږدول کېږي، د هغوی د پناه غوښتلو کیس به هلته پر مخ یوړل شي. روانډا به د هغوی پر وړاندې بشپړ مسوولیت ولري.

هغه خلک چې د دوی د خوندیتوب غوښتنه رد کېږي، هغوی ته به یا په روانډا کې د اقامې چانس ورکړل شي یا به بېرته خپل هېواد ته لېږل کېږي – کله چې د هغو د اغوښتنې په اړه د روانډا هېواد تصمیم ونیو، نو بیرته به بریتانیا ته را و نه لېږل شي.

هغه کسان چې روانډا ته وړل کېږي د هغو د شمېر په اړه محدودیت نشته.

جزاګانې او د زندان مجازات

بریتانیا جزاوې سختې کړې دي او د هغو کسانو لپاره چې په غیرقانوني توګه بریتانیا ته راځي نوي جنایی جرمونه معرفي کړي دي. دا به جنايی جرم دئ چې یو شخص پرته لدې چې د ننوتلو معتبر ضروري تصدیق (clearance) ولري په پوهه سره بریتانیا ته راشي. که دا شخص په غیرقانوني توګه راشي کیدای شي تر ۴ کلونو پورې په بنديخانه کې پاتې شئ او بیا خوندي هیواد ته ولیږدول شي.

که چېرې تاسې له قاچاق وړونکو سره د مرستې په حال کې ونیول شئ، د بېلګې په توګه د کښتۍ چلولو په حال کې یا له نورو خلکو سره د مرستې په حال کې چې قاچاق وړونکو ته پیسې ورکړي، نو د بریتانیا حکومت ستاسې پر وړاندې جنايي اقدام تر سره کولای شي. کیدای شي تاسې یوه خوندي هېواد ته د لیږلو مخکې لومړئ بندي شئ.

د بریتانیا حکومت د انسان قاچاق کوونکو ته سختې سزاګانې ټاکلي دي چې تر ټولو درنه سزا یې عمري بند دئ. د انسان د قاچاق وړونکو په ګډون د کډوالۍ اړوند جرم په اړه په خوندي او ناپیژانده توګه رپوټ ورکړئ.

بریتانیا او اروپايي حکومتونه څه ډول په ګډه سره کار کوي تر څو بریتانیا ته د غیرقانوني سفرونو مخه ونیسي

بریتانیا دفرانسې او بلجیم له حکومتونو سره نږدې کار کوي ترڅو بریتانیا ته د رسیدو دمخه د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره هرډول ممکن اقدامات ترسره کړي. په ۲۰۲۲ کال کې، د فرانسې او بریتانیا چارواکو بریتانیا ته د غیرقانونی تګ شاوخوا ۳۳۰۰۰ هڅې په شا تنبولي دي، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د نږدې ۴۰ سلنې څخه ډیرې دي.

ځینې هغه لارې چې دا حکومتونه هڅه کوي بریتانیا ته د غیرقانونی سفرونو مخه ونیسی لاندې تشریح شوي دي.

  • په څارنې کې پرمختګونه او د استخباراتی همکاریو پیاوړتیا ترڅو د تیریدو د مخنیولو او ډارولو هڅې ګړندۍ کړی.

  • د بریتانیا حکومت، پولیس او نړیوالې موسسې هغه خلک چې د د پولو څخه د وړو کښتیو له تېریدو سره تړاو لري نیسي او تر قضايي تعقیب لاندې یې راولي.

  • د ۲۰۲۰ کال د جولای په میاشت کې د بریتانیا او فرانسې د ګډې استخباراتی ډلې له جوړېدو راهیسې، بریتانیا او فرانسې ۷۶ منظمې جرمي ډلې له منځه وړې او له ۵۰۰ ډېر کسان یې نیولي دي.

  • د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې، د بریتانیا حکومت د تحقیقاتو له امله د کډوالۍ د جرمونو له ۱۷۹ څخه ډیر کسان محکوم شوي دي چې په پایله کې ټولیز بند یې نږدې ۱۷۰ کاله بند ته رسیږي.

  • له ۲۰۲۰ کال راهیسې ، د کډوالۍ جرمونو په تړاو ۷۷۹ تنه محکوم شوي دي چې په پایله کې ټولیز بند یې له ۹۰۰ کلونو څخه ډیر دی.

  • له ۲۰۲۰ کال راهیسې د بریتانیا د حکومت تحقیقاتو د انسانانو د قاچاق په تړاو ۳۴۰ کسان محکوم کړی دی. پدې کې د ۱۳۰ کوچنیو کښتیو پورې اړوند محکومیتونه او په موټرو کې د کډوالو د اسانتیا په اړه ۲۱۰ محکومیتونه شامل دی.

  • د بریتانیا او فرانسې سرحدی افسران بریتانیا ته د رسیدو دمخه د اروپایی اتحادیې په ټولو پوستو کې لارۍ لټوي او چک کوی. افسران سپی، څارونکي وسیلې او سکینرونه کاروی چې کولای شی هغه څوک چې د لاریو دننه تنفس کوی، کشف کړي.

  • بریتانیا، فرانسې او بلجیم د بې پیلوټه الوتکو په څیر ټیکنالوژي شریکوي ترڅو هغه خلک کشف کړي چې بریتانیا ته د رسیدو هڅه کوی.

  • د بریتانیا او فرانسې ترمینځ په نوی تړون کې، موږ د شمالی فرانسې په ساحلونو کې د ګزمې د افسرانو شمیر ۴۰ سلنه ډیر کړی دئ، چې او بریتانیا ته د غیرقانونی سفرونو دمخه کشف احتمال ډیروي او دهغو څخه مخنیوئ کوي.

  • زموږ د ملیت او سرحدونو د قانون د نویو مقرراتو په پایله کې له ۱۸۴ څخه ډیر کسان په محکمه کې په ټولیزه توګه د ۱۱۵ کلونو څخه ډیر بند محکوم شوي دي.

سربیره پردې، د بریتانیا لومړی وزیر او د البانیا لومړی وزیر ښاغلي اډی راما پدې وروستیو کې موافقه وکړه چې د ګډو ګټو په دریو مهمو برخو کې همکارۍ ته وده ورکړی چې اصلی تمرکز یې د منظمو جرمونو او غیرقانونی کډوالۍ پروړاندې مبارزه ده.

بریتانیا ته د رسېدو لپاره خوندي او قانوني لارې

بریتانیا ته د ننوتو لپاره بېلابېلې خوندي او قانوني لارې شته. د انسان قاچاق وړونکي نه شي کولای دا تضمین کړي چې تاسې به په بریتانیا کې خوندي پاتې کیږې یا دا چې تاسې ته به د دې اجازه درکړل شي چې دلته پاتې شئ. د خوندي بدیل د نورو امکاناتو په اړه لاندې نور معلومات ولولئ.

تاسې باید تل په هغه لومړني خوندي هېواد کې چې ورته رارسېږئ، د پناه غوښتنه وکړئ. تاسې باید په هغه هېواد کې چې یاست هلته له چارواکو سره د دې کار د تر سره کولو په اړه د معلوماتو لپاره اړیکه ونیسئ.

بریتانیا ته د ننوتلو لپاره خوندي او قانوني لارې دا دي:

د بریتانیا د ویزې لپاره غوښتنهورکړئ

د ویزې لپاره غوښتنه کولکه غواړئ چې بریتانیا ته د کار، تحصیل یا له کورنۍ سره دلته د پاته کېدو لپاره راشئ.

بېلابېلې ویزې شته چې تاسې کولای شئ د خپلو شرایطو له مخې یې غوښتنه وکړئ.

په بریتانیا کې د بیرته میشتیندنې طرحه او تر قیمومیت لاندې د بیرته میشتیندنې طرحه

UK Resettlement Scheme (په بریتانیا کې د بیا مېشتیدنې طرحه) له مخې، بریتانیا به هغو ځورمنو کډوالو ته چې د ساتنې په لټه کې دي د خوندي او قانوني لارو په وړاندې کولو سره ادامه ورکړي.

Mandate Resettlement Scheme (تر قیمومیت لاندې د بیا مېشتیدو طرحه) هغه کوچنۍ نړیواله طرحه ده چې له مخې یې هغه کډوال مېشتوي کوم چې په بریتانیا کې نږدې د کورنۍ غړي لري او هغوی ورته په خپل کور کې ځای ورکوي.

تاسې نه شئ کولای چې د بریتانیا حکومت ته په بریتانیا کې د بیا مېشتیدو په اړه غوښتنه ورکړئ. د بیا مېشتیدو لپاره تاسې باید د UNHCR (د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره) له خوا وارزول شئ.

د کډوالو، پناه غوښتونکو او بې وطنه خلکو لپاره د معلوماتو په خاطر د UNHCR وېب پاڼې ته ورشئ.

Refugee Family Reunion (د کډوالو د کورنیو یو ځای کېدل)

زموږ د کډوالو د بیامېشتیدنې له طرحو نه اضافه، بریتانیا په تېرو ۵ کلونو کې د کډوالو د کورنیو د یو ځای کېدو لپاره ۲۹۰۰۰ ویزې ورکړي دي.

کله چې تاسې په جبر سره د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کېدئ او له خپلې ښځې/مېړه یا موراوپلار نه بېل شوي یاست، نو تاسې کولای شئ چې له هغوی سره په بریتانیا کې د یو ځای کېدو لپاره غوښتنه ورکړئ.

Afghan Relocations and Assistance Policy (د افغانانو د ځای پر ځای کولو د همکارۍ تګلاره)

دغه طرحه له هغو خلکو سره مرسته کوي چې پخوا په افغانستان کې د بریتانیا د حکومت له خوا استخدام شوي وو.

ټول هغه اوسني او پخواني locally employed staff (سیمه ییز استخدام شوي کارکوونکي) کوم چې ژوند یې له جدي ګواښ سره ارزول شوی وي، هغوی ته د هغوی د استخدام د حالت، درجې یا نقش یا د کارکولو له مودې پرته، بریتانیا ته د لېږد لومړیتوب ورکړل شوی دی.

Afghan Citizens Resettlement Scheme (د افغان اتباعو د بیا مېشتیدو طرحه)

د افغان اتباعو د بیا مېشتیدو طرحه د جنوري په ۶مه پیل شوه، چې له مخې یې ۲۰۰۰۰ ښځې، ماشومان او نور هغه خلک چې له خطر سره مخ وو په بریتانیا کې د مېشتیدو لپاره ورته خوندي او قانوني لاره برابره شوه.

دغې طرحې د ښځو، نجونو او له خطر سره مخ د اقلیتونو د ډلو د غړو په ګډون ځورمنو خلکو او د افغانستان د مدني ټولنې غړو ته لومړیتوب ورکوي، چې په افغانستان کې د بریتانیا او نړیوالې ټولنې له هلوځلو سره مرسته کړې ده.

تاسې نه شئ کولای چې مخامخ دغې طرحې ته خپله غوښتنه ورکړئ، بلکې دا د یوه ارجاعي بهیر له خوا مدیریت کېږي. په دې اړه لا زیات معلومات دلته دي د افغان اتباعو د بیا مېشتیدو د طرحې لارښودیزه پاڼه.

که د اوکراین یاست نو بریتانیا ته ولاړ شئ

بریتانیا په خپل تاریخ کې د اوکراین له جګړې نه د تیښتیدونکو خلکو سره د مرستې په خاطر د ویزې یوه له تر ټولو چټکه او ستره طرحه پیل کړه. وړاندې تر دې چې سفر وکړئ تاسې باید په انلاین ډول بریتاینا ته د ننوتلو لپاره خپله غوښتنه وسپارئ.

که چېرې تاسې د اوکراین تابعیت لرونکي یاست او په بریتانیا کې مو کورنۍ مېشته وي، نو بیا کولای شئ په وړیا توګه Ukraine Family Scheme (د اوکراین د کورنۍ د طرحې) ویزې ته غوښتنه ورکړئ.

که چېرې تاسې د اوکراین تابعیت لرونکي یاست، خو په بریتانیا کې هېڅ راز مېشته کورنۍ نه لرئ، [نو بیا په وړیا توګه د اوکراین د سپانسرشیپ طرحې له مخې د ویزې غوښتنه ورکړئ (کوم چې د Homes for Ukraine (اوکراین لپاره کور)» په نوم هم پیژندل کېږي»).

خپور شوی17 June 2022
وروستی تازه شوی27 November 2023 + show all updates
  1. Added information about the Illegal Migration Bill and more details on how the UK is working with European governments to stop illegal journeys.

  2. Updated section under 'How UK and European governments are working together to stop illegal journeys to the UK' as statistics were outdated and added Albanian translation.

  3. Added translation