د کارپوریټ راپور

افغانستان - د اندېښنو هېواد

داداندېښنو د هېواد راپوردی چې د برتانیې د بهرنیو چارو د وزارت د بشر دحقوقو او ډیموکراسې د ۲۰۱۴ کال د راپور څخه اخیستل شوی دی

دا د2010 to 2015 Conservative and Liberal Democrat coalition government لاندې خپور شوی

اسناد

جزیات

۲۰۱۴ کال خورا ډېر مهم وو ځکه چې ددې کال په اوږدو کې د افغانستان په تاریخ کې د اول ځل لپاره د قدرت سوله ییز لېږد ترسره شو، د ټاکنو لومړی پړاو د اپریل په ۵ نېټه پیل شو چې د سپټمبر په ۲۹ نېټه د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو سره نوموړې ټاکنې پای ته ورسېدې، د ملي یووالي دولت رامنځ ته شواو د اجراییوي رئیس دنده چې په ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني د سیال ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا پر مخ بوول کېږي، را منځ ته شوه.

ولسمشر ښاغلي اشرف غني او د ملي یووالي دولت په کلکه سره ژمنه کړې چې د بشري حقونو د سرغړاوي پر ضد به مبارزه اود ښځو د حقونو نه به ملاتړ کوي. د افغانستان په اړه د لندن کانفرانس چې د ډیسیمبر په ۳ او ۴ ڼېټه ترسره شو، د ملي یووالي دولت لپاره یو غوره فرصت و، چې خپل لرلید وټاکي. بشري حقونه د لندن کانفرانس په راپور او د ملي یووالي د دولت د اصلاحاتو په پاڼه کې چې سرلیک یې (په خپل ځان د باور په اړه پوهېدنه: داصلاحاتو او نوې ملګرتیا ژمنې) وو د هغو پیاوړو لارو چارو په اړه په کې تازه ژمنې شتون لري چې په پایله کې به یې ښځو ته د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د قانون په رڼا کې خوندیتوب ورکول کیږي، د یو داسې پراخ ډیتابیس جوړول چې د بشري حقونو او قضایی ادارو سره په همغږۍ به د اړوندو پېښو راپور چمتو کوي، د ښځو لپاره د ملي اقتصادي رغونې پلان ته پراختیا ورکول، او په قضایی او امنیتي برخو کې بشري حقونو ته د محکمې او قضایي مرحلو د مسلکي کولو له لارې وده ورکول، په ۲۰۱۵ کال کې د نوموړو ژمنو سر ته رسول یوه ننګونه ده.

دا مهال افغانستان لا ډېره لېوالتیا لري چې د بشري حقونو په برخه کې د بې عدالتۍ سره مبارزه وکړي، حال دا دی چې د تېرو لسیزو د تاوتریخوالي تاثیرات او د امنیت او ظرفیت لوړونې اړوند ننګونې لا هم شتون لري. په ټولنه کې ژور اختلافات او هغه دودیز ارزښتونه ښایی په راتلونکي کې هم ددې لامل شي چې د ښځو حقونه، د لګکیو (اقلیت) حقونه، مذهبي ازادي او د بیان ازادي په چټکۍ سره پرمختګ ونه کړي.

په دولت او مدني ټولنه کې د افغانانو ظرفیت جوړول او په اداره کې د ننګونو د هواري په موخه د برتانیې او نړیوالې ټولنې له خوا اوږدمهاله ژمنې ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کونسل کې د افغانستان په اړه نړیواله بیا کتنه د ۲۰۱۴ کال په جنوري کې ترسره شوه. د افغانستان دولت د برتانیې په دواړه سپارښتونو باندې عمل وکړ: چې د جزا د قانون د ۳۹۸ مادې له منځه وړل وچې ددې قانون له مخې به په ګواکې ناموسي قتلونو کې ککړو کسانو ته قانوني اسانتیا ورکول کېده او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته ازادي او قانوني واک ورکول وو چې وکولای شي د زندانیانو سره ناسم چلند کوونکي ګرم وبلي.

خپور شوی12 March 2015
وروستی تازه شوی15 March 2015 + show all updates
  1. Translations added

  2. First published.