پېژندنه او د موضوع مهمې برخې په اړه تشريح کوونکې لنډ حرکت کوونکې ويډيو(Pashto)
تازه شوی 3 June 2026
Applies to England
دا لنډه حرکت کوونکې ويډيو د امېدوارۍ پر مهال او د ماشوم د زېږون وروسته وړاندي کېدونکي د ناروغي د معلومولو ازموينې په اړه څرګنده کوي.
پېژندنه او د موضوع مهمې برخې په اړه تشريح کوونکې لنډ حرکت کوونکې ويډيو
دا حرکت کوونکې ويډيو د ليکلي ژباړې او د برېټانوي اشاروي ژبې کې هم شتون لري. د ليکل ژباړو شوې نسخې کې انګليسي او د عربي، بنګالي، چينايي، فرانسوي، لېتوياني، لېتواس، پولنډي، پورتګالي، پنجابي، روماني، سومالي او اردو ژبو ژباړنې شامل دي.
د ناروغي د معلومولو ازموینې
د ناروغي د معلومولو ازموينې د هغو کسانو د پېژندلو لپاره کارول کېږي څوک چې د يوې روغتيايي ستونزې د رامنځته کېدو لوړ امکان لري. دا په دې معنې لري چې دوی ژر تر ژره، احتمالي اغېزمنه درملنه ترلاسه کولی شي، یا د خپلې روغتیا په اړه د معلوماتو پر اساس پرېکړې کولې شي. دا د ناروغي د معلومولو معاینې په ذهن کې انځورول لرلو لپاره ګټور کېدی شي لکه خلک د يو جال له لارې تېرول. ډېر خلک په مستقیم توګه تېريږي، مګر يو لږ شمېر کسان په جاله کې پاتې کېږي. هغه خلک چې په جال کې پاتې کېږي، هغه کسان دي چې د هغه روغتيايي ستونزې د رامنځته کېدو لوړ امکان لرلو په توګه ګڼل کېږي چې د هغې لپاره د ناروغي د معلومولو معاینه ترسره کوي.
د ناروغي د معلومولو ازموينې پایلې تل سم نه وي. ځينو خلکو ته به ويل کېږي چې دوی يا د هغوی ماشوم د يوې روغتيايي ستونزې د رامنځته کېدو لوړ امکان لري، خو په رښتینې توګه دوې دا ستونزې نه لري (ناسم مثبت پایله). همدارنګه، لږ خلکو ته به ويل کېږي چې دوی يا د هغوی ماشوم د يوې روغتيايي ستونزې د رامنځته کېدو کم امکان لري، خو په رښتینې توګه دوې دا ستونزې نه لري (ناسم منفي پایله).
موږ ملګرو ته د ناروغي د معلومولو ازموینې او معلوماتو غونډو کې د ګډون لپاره ښه راغلاست وایو.
د ناروغي د معلومولو ازموينې او تشخيصي ازموينې ترمنځ توپير
یو د ناروغي د معلومولو ازموينه معلومولی شي چې تاسو يا ستاسو ماشوم د يوې روغتيايي ستونزې د رامنځته کېدو لوړ يا کم امکان لرئ. خو دا په عمومې توګه په ډاډ سره نشي ویلې، نو هغه خلک چې د يوې ناروغۍ د رامنځته کېدو لوړ امکان لري، اکثره وخت به هغوې ته بل ډول ازموينه وړانديز کېږي. دې ته تشخيصي ازموينه ویلې کېږي او دا ډاډ سره د ‘هو’ يا ‘نه’ ځواب ورکوي.
د امېدوارۍ پر مهال او وروسته د ناروغي د معلومولو ازموينې
د امېدوارۍ پر مهال د ناروغي د معلومولو ازموينې د دې لپاره ترسره کېږي ترڅو معاینه شي چې تاسو يا ستاسو ماشوم کومې ممکنه روغتيايي ستونزه لري. دا ازموينې – الټراساونډ معاینې، وینې ازموينې او يوه پوښتنليک – تاسو سره د امېدوارۍ پر مهال يا د ماشوم د زيږون وروسته د پاملرنې يا درملنې په اړه غوره انتخاب کولو کې مرسته کولی شي.
ستاسو د ماشوم لپاره د زېږون وروسته ژر تر ژره د نوي زیږیدلي ماشوم د ناروغي د معلومولو ازموينه وړاندي کېږي. دا ازموينه موږ ځکه وړاندې کوو چې ستاسو ماشوم ته مناسبه درملنه ژر تر ژره ورکړل شي که اړتیا ولري.
ځینې عملي تفصېلات
که تاسو ته معلومه وي چې تاسو، ستاسو د ماشوم پلار، یا د کورنۍ کوم غړی له مخکې څخه کومه روغتيايي ستونزه لري، نو مهرباني وکړئ خپلې نرسې ته په دې اړه خبر ورکړئ. که تاسو د کومې د ناروغي د معلومولو ازموينې د پایلې د انتظار په وخت کې د کور ځای بدل کړئ، نو مهرباني وکړئ په دې اړه خپلې نرسې یا روغتيايي لېدونکې ته د خپل کور نوی پته چمتو کړي.
د ناروغي د معلومولو معاينه ستاسو خپل انتخاب دې
د هرې ازموينه ترسره کول یا نه کول ستاسو یو شخصي انتخاب دی، او یوازې تاسو یې پرېکړه کولې شي. تاسو د هرې ازموينه په اړه د خپل حالتونو په اساس کوم چې تاسو ته وړانديز کېږي له روغتيايي پوهه لرونکې سره خبرې او پرېکړه کولې شي، چې دا ستاسو لپاره مناسبه ده که نه. تاسو په هر پړاو کې خپله پرېکړه بدلولې شي.
ځینې له هغو د ناروغي د معلومولو ازموینې چې دلته تشریح شوي، لکه د وینې ازموینې د انتاني ناروغیو لپاره، د سترګو معاینه که تاسو د شکر ناروغي لرئ او د نوي زیږیدلي ماشوم معاینې، د NHS لخوا سپارښتنه کېږي. دا ځکه دی چې د دې ازموینو څخه ترلاسه شوې پایلې په ډاډ ترلاسه کولو کې کولی شي چې تاسو یا ستاسو ماشوم د جدي ناروغیو لپاره ژر تر ژره درملنه ترلاسه کړئ.
د امیندوارې په دوران کې ناسم شکل لرونکې د وینې حجرې او ډېر لږ پروټین جوړونکې د بدن ناروغي، د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي او 20 اونۍ معاینې ازموینې شخصي پریکړې ډېر مهم کېدې شي. دې کې شامل کېدای شي:
- د هغه ازموینې کولو یا نه کولو پرېکړه کول چې تاسو د امیندوارۍ له لاسه ورکولو له امل ګرځې
- خپل امیندوارۍ ته د دوام ورکولو یا له لاسه ورکولو پرېکړه کول
دا مهمه ده چې په دقت سره فکر وکړئ چې ایا تاسو دا د ناروغي د معلومولو ازموینه ترسره کول غواړئ که نه. ستاسو پرېکړې ته به درناوی ورکړل کېږي او روغتيايي پوهه لرونکې به تاسو سره ملاتړ کوي. تاسو باید د ځان لپاره خپله خبره وکړئ که تاسو احساس کوئ چې ستاسو پرېکړې ته درناوی نه دې ورکړې شوي.
اضافي ملاتړ ترلاسه کول
د هغو سازمانونو د معلوماتو لپاره چې د دې معلوماتو کې څرګنده شویو کومو ناروغیو په اړه مرسته وړاندې کولی شي، په دې اړه د NHS.UKویب پاڼه وګورئ.
د ناروغي د معلومولو معاينه او د NHS روغتیایي خدمتونه
NHS پرېکړه کوي چې کوم د ښه شواهدو پر اساس د ناروغي د معلومولو ازموینې وړاندې کړي. د پوهه لرونکو يوه ډله کوم ته چې د بريتانيا ملي د ناروغي د معلومولو معاينې کمېټې (UK NSC) ویلې کېږي، NHS ته مشوره چمتو کوي. ټولې د ناروغي د معلومولو ازموینې چې د NHS لخوا وړاندې کېږي وړيا دي. ځینې شخصي شرکتونه هم د ناروغي د معلومولو ازموینې وړاندې کوي چې تاسو یې باید پیسې ورکړئNHS . د شخصي ازموینو کیفیت په اړه تضمین نشې ورکولې. د شخصي ازموینو په اړه نور مشورې ترلاسه کړي.
معلومات په پټ توګه ساتل
د NHS د ناروغي د معلومولو معاينې فعالیتونو برنامې ستاسو د NHS د ثبتونو شخصي معلومات کاروي ترڅو تاسو ته په مناسب وخت کې د ناروغي د معلومولو معاينې لپاره بلنه درکړي. د NHS انګلستان هم ستاسو معلومات کاروي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو لوړ کیفیت لرونکې پاملرنه ترلاسه کړئ او د ناروغي د معلومولو معاينې فعالیت برنامه ښه کړي. دا دې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې ستاسو معلومات څنګه کارول کېږي او خوندي ساتل کېږي، او ستاسو لپاره کوم انتخابونه شتون لري.
د ناروغي د معلومولو معاينې خدمتونو وړاندې کوونکي او د NHS انګلستان اداره ستاسو په روغتیايي ریکارډونو کې شتون لرونکې معلومات (شخصي معلومات) کاروي ترڅو تاسو یا ستاسو ماشوم د ناروغي د معلومولو معاينې لپاره راوبلي.
د NHS انګلستان اداره ستاسو معلومات دا دې لپاره هم کاروي، ترڅو د ناروغي د معلومولو معاينې خدمتونه خوندي، اغېزمن وساتي او د هغو لپاره ټاکل شوي لوړ کیفیت معیارونه ته دوام ورکړي. هر کله چې ممکنه وي، موږ ستاسو معلومات په بې نومه بڼه کاروو. موږ هېڅکله داسې معلومات نه خپروو چې تاسو یا ستاسو د ماشوم پېژندنه څرګندوي.
ستاسو د شخصي معلوماتو کارونې د برېتانیا د عمومي معلوماتو د ساتنې مقرراتو (UK GDPR)له مخې اداره کېږي. د معلوماتو د ساتنې د قانون له مخې تاسو حق لرئ چې په دې اړه پوهه شي چې ستاسو معلومات څنګه کارول کېږي (د ‘ناروغي د معلومولو معاينې فعالیتونو برنامې او ستاسو حقونه’ برخې وګورئ).
د NHS انګلستان اداره او د ناروغي د معلومولو معاينې خدمتونو وړاندې کوونکي د معلوماتو کنټرول کوونکي دي او د شخصي معلوماتو د پروسس کولو مسؤلیت لري ترڅو د ناروغي د معلومولو معاينې خدمتونه وړاندې کړي. د خونديتوب او کیفیت د تضمین لپاره د NHS انګلستان اداره د معلوماتو کنټرول کوونکی ده.
که د ناروغي د معلومولو معاينه یا د زیږون مخکې تشخیص (PND) ازموینو څخه څرګنده شي چې ستاسو ماشوم کې ځینې ځانګړې ناروغي شتون لري، موږ به دا معلومات د خوندي ملي د زیږون غیر معمولي حالت او نادره ناروغیو د ثبت خدمت (NCARDRS) ته لېږو.
دا د هغو ماشومانو ملي خوندي ثبت کوونکې دی چې د نادره ناروغیو سره زیږیدلي وي. دا موږ سره مرسته کوي چې د ناروغي د معلومولو معاينه ښه کړو او د ناروغۍ مخنیوی یا درملنه وکړو.
NHS انګلستان تاسو یا ستاسو د ماشوم شخصي معلومات د ملي ناروغیو ثبت کوونکو سره شریکولې شي. دا دې معلوماتو کارول موږ سره مرسته کوي چې پوه شو چې د ناروغي د معلومولو معاينه د فعالیت برنامه څومره ښه کار کوي.
که تاسو غواړئ چې د ستاسو ماشوم معلومات د ثبتونو په رسمي ریکارډونو کې شامل نه شي، مهرباني وکړئ د خپل روغتیايي پوهه لرونکې سره په دې اړه خبرې وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې هغه پریکړه وکړي چې ستاسو لپاره سمه وي.
موږ ستاسو یا ستاسو د ماشوم شخصي معلومات له NHS انګلستان بهر د هغو څېړونکو سره هم شریکول شو چې غواړي د ناروغي د معلومولو معاينه فعالیتونو برنامې ښه کړي. دا به یوازې رسمي اجازه لرونکو لیکونو او خوندي تدابیرو سره ترسره کېږي.
تاسو له مخکې پریکړه کولې شي چې ستاسو معلومات د هېڅ څېړنې یا پلان جوړونې کې شامل نه شي، ترڅو ستاسو معلومات شامل نه شي. مهرباني وکړئ دا دې په اړه له خپل روغتیايي پوهه لرونکې سره خبرې وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې هغه پریکړه وکړي چې ستاسو لپاره سمه وي.