Skip to main content
لارښود

د NHS د رحم د سکرینینګ پروګرام - د HPV پخپله معاینات (Pashto)

خپور شوی 24 August 2026

Applies to England

د HPV پخپله معایناتو په اړه

NHS د انسان پیپیلوما ویروس د بدیل معاینې په توګه ځینو میرمنو او خلکو ته د رحم د HPV پخپله ترسره کوونکي معاینات وړاندې کوي – چې د HPV په نوم هم پیژندل کیږي.

HPV یو عام ویروس دی او معمولا بې ضرر وي، مګر ځینې لوړ خطر لرونکي ډولونه یې کولی شي ستاسو د رحم د سرطان د پراختیا چانس زیات کړي. تاسو کولی شئ د HPV  پخپله معاینات په ځاني توګه ترسره کړئ.

ولې تاسو ته بلنه درکول شوې ده

تاسو ته د رحم د سکرینینګ لپاره بلنه درکول شوې ده (پخوا د سمیر ټیسټ په نوم پیژندل کیده) مګر ګډون مو نه و کړی. د HPV پخپله معاینات تاسو ته د ګډون لپاره یو ځل بیا اختیار درکوي.

تاسو کولی شئ دا معاینات ترسره کړئ:

  • په خپل کور کې یا په شخصي ځای کې
  • په هغه وخت کې چې ستاسو لپاره مناسب وي
  • د اپواینټمنټ له اړتیا پرته.

په کټ کې لارښوونې به تاسو ته دروښيي چې څنګه معاینات ترسره کړئ. که تاسو کومې اضافي مرستې ته اړتیا لرئ – د بېلګې په توګه، که تاسو فزیکي یا د زده کړې معلولیت لرئ – نو کومک شته. تاسو به پخپله ځاني معایناتو په بلنه کې د تماس توضیحات ومومئ.

د رحم سکرینینګ او د HPV پخپله معایناتو ترمنځ څه توپیر شته

د رحم سکرینینګ د رحم له سرطان څخه د ځان ساتلو لپاره یو له غوره لارو څخه دی.

موږ لا تر اوسه داسې شواهد نه لرو چې ثابته کړي چې د HPV پخپله معایناتو ته بدلول د رحم د سرطان مخنیوي کې هغومره اغیزمن دي لکه څنګه چې په منظم ډول د رحم سکرینینګ کې ګډون کول دي. مګر که ستاسو سکرین نه وي ترسه شوی، نو پخپله معاینات ورپسې غوره انتخاب دی.

د رحم د نالۍ سکرینینګ

  • ستاسو په جی پی سرجري یا جنسي روغتیايي کلینیک کې ترسره کیږي.
  • نرس یا ډاکټر ستاسو له رحم څخه یو کوچنی نمونه اخلي.
  • نمونه د لوړ خطر لرونکي HPV لپاره معاینه کیږي.
  • که چیرې د لوړ خطر HPV وموندل شي، نو بیا نمونه د هغو حجراتی بدلونونو لپاره معاینه کیږي چې کولای شي د رحم د سرطان خطر زیات کړي.
  • د دغو بدلونونه درملنه کیدی شي.

د HPV پخپله معاینات

  • تاسو خپله نمونه په کور یا شخصي ځای کې اخلئ.
  • په معاینات کې د نمونې اخیستلو لپاره ستاسو په کوس کې یو څو سانتي متره سواب (یو د پمبې د ډکي په څیر) داخلول شامل دي. بشپړه لارښوونې په کټ کې شته.
  • بیا تاسو نمونه بیرته NHS ته ورواستوئ، چیرې چې دا د لوړ خطر HPV لپاره معاینه کیږي.
  • که چیرې د لوړ خطر HPV وموندل شي، نو له تاسو څخه به وغوښتل شي چې په خپله جي پي سرجري یا د جنسي روغتیا کلینیک کې د رحم د نالۍ د سکرینینګ لپاره اپواینټمنټ جوړ وکړئ.
  • نرس یا ډاکټر به ستاسو له رحم څخه یوه کوچنۍ نمونه واخلي چې د حجرو بدلونونو لپاره معاینه کیدی شي چې کولی شي د رحم د نالۍ د سرطان خطر زیات کړي.
  • د داسي بدلونونو درملنه کیدی شي.

دغه انځور چې د رحم د نالۍ او کوس موقعیت ښیې

د ځاني معایناتو کِټ څنګه ترلاسه کړئ

NHS به تاسو ته د HPV پخپله معایناتو کې د ګډون لپاره بلنه درکړي. ستاسو بلنه د NHS اپلیکیشن، د متني پیغام (SMS)، بریښنالیک یا لیک له لارې ترلاسه کیدی شي.

کله چې تاسو خپل بلنه ترلاسه کړئ، نو لارښوونې تعقیب کړئ چي خپل مفت کټ په NHS اپلیکیشن یا ستاسو د NHS آنلاین اکاونټ له لارې آرډر کړئ. که تاسو اکاونټ نه لرئ، بیا تاسو کولی شئ یو اکاونټ جوړ کړئ. ستاسو بلنه د کټ آرډر کولو لپاره د نورو لارو په اړه معلومات هم لري.

څرنګه به خپلې پایلې ترلاسه کړئ

کله چې تاسو خپله نمونه واخلئ، نو سملاسي یې په چمتو شوي لفافه کې بیرته په پوسته کې واستوئ. د پوستې لګښت مفت دی.

تاسو باید خپلې پایلې په 14 ورځو کې واخلئ او تاسو به یې په NHS اپلیکیشن یا لیک کې ترلاسه کړئ.

پایلې به تاسو ته څه ووایی

HPV منفي

ستاسو معایناتو د لوړ خطر HPV ونه موندلو. تاسو ته به په 5 کلونو کې بیا د رحم د سرطان سکرینینګ لپاره بلنه درکول شي، که تاسو لاهم وړ یاست.

تاسو ته په راتلونکي کې HPV لاهم درپوري کېدلای، نو دا مهمه ده چې د رحم د سرطان علامې وپیژنئ. د NHS ویب پاڼه یې درته تشریح کوي: nhs.uk/conditions/cervical-cancer/symptoms/

HPV مثبت

ستاسو معایناتو د لوړ خطر HPV وموندلو. د دې مانا دا نه ده چې تاسو د رحم سرطان لرئ. له تاسو څخه به وغوښتل شي چې په خپلې جي پي سرجري یا جنسي روغتیا کلینیک کې د رحم د سکرینینګ لپاره اپواینټمنټ واخلي چي د حجرو د هغو بدلونونو معاینه کولو لپاره نمونه واخیستل شي چې کولی شي د رحم د سرطان خطر زیات کړي.

د HPV په اړه نور معلومات په nhs.uk/conditions/human-papilloma-virus-hpv/ کې ترلاسه کړئ.

د HPV پایله څرګنده نه ده

که ​​موږ ستاسو د HPV ځاني معایناتو څخه څرګنده پایله نه ترلاسه کړای شو، نو ممکن له تاسو څخه وغوښتل شي چې دا بیا ترسره کړئ. په دې کې د اندېښنې هیڅ خبره نشته او نه دا مانا لري چې تاسو سرطان لرئ.

که تاسو نه غواړئ د HPV ځاني معاینات وکړئ نو څه به کوئ

تاسو لاهم کولی شئ هر وخت د رحم د سکرینینګ لپاره اپواینټمنټ واخلئ – ان که تاسو ته میاشتې یا کلونه پخوا د رحم د سکرینینګ لپاره بلنه درکول شوې وي.

که ستاسو د رحم د نالۍ معمول سکرینینګ ستاسو د 60 کلیزې په ورځ یا وروسته وي او تاسو ګډون ونکړئ، تاسو به تایید ترلاسه کړئ چې تاسو به نور د معمول بلنې ترلاسه نه کړئ. تاسو ممکن د HPV ځاني معایناتو کټ غوښتنه کولو لپاره بلنه ترلاسه کړئ.

په nhs.uk/cervicalscreening/  کې نور معلومات ترلاسه کړئ

که تاسو د HPV واکسین لګولي وي

واکسین د ټولو HPV ډولونو په وړاندې ساتنه نه کوي. ان که تاسو د HPV واکسین لګولي وي، تاسو باید لاهم د رحم د نالۍ سکرینینګ اپواینټمنټونو ته ورشئ یا، که بلنه درکول شوې وي، نو د HPV ځاني معاینات واخلئ.

که تاسو عمر تر 25 کالو کم وي او په 12 یا 13 کلنۍ کو مو خپل HPV واکسین قضا کړي وي، نو د واکسین کولو لپاره له خپلې جي پي سرجري سره تماس ونیسئ.

موږ ستاسو معلومات څنګه کاروو

موږ ستاسو د NHS ریکارډونو څخه کار اخلو چي تاسو ته په سم وخت کې بلنه درکړو او د سکرینینګ پروګرام ښه کړو.

موږ ستاسو معلومات څنګه کاروو او خوندي کوو په دې اړه په  NHS   سکریننګ کې د مریض محرمیت  کې نور ولولئ.

د NHS سکرینینګ پروګرامونو څخه د وتلو په اړه په  له NHS سکریننګ پروګرام څخه وتل  کې نور ولولئ.

نورې بڼې

دا معلومات په نورو ژبو او په اسانۍ سره لوستل کېدونکو بڼو کې شته:

کله چې تاسو زنګ وهئ یا بریښنالیک استوئ نو مهرباني وکړئ خپل ریفرنس نمبر موږ ته راکړئ. تاسو کولی شئ دا په خپله بلنه کې پیدا کړئ.