د وینې کوچنی څاڅکي نمونه (Pashto)
تازه شوی 3 June 2026
Applies to England
دا لنډه ویډیو د نوي زیږیدلو ماشومانو لپاره د وینې د ټاپي سکرینینګ تشریح کوي.
د وینې ټاپي سکرینینګ سپارښتنه د NHS لخوا کیږي.
د ناروغي د معلومولو معاينې موخې
د وینې کوچنی څاڅکي نمونې څخه د ناروغي د معلومولو معاينې موخه دا ده چې معلومه شي چې ستاسو ماشوم د ځینو یو شمېر نادرو خو جدي روغتیایي ستونزو څخه کومه یو لري.
مخکینی درملنه ترلاسه کول ستاسو د ماشوم روغتیا ښه کولی شي. دا د سخت معلولیت یا حتی د مرګ مخه نیولې شي. که تاسو، د ماشوم پلار، یا د کورنۍ کوم غړی له دې ناروغیو څخه کومه یو لري، نو مهرباني وکړئ په سمدستي توګه خپل روغتیايي پوهه لرونکې کس ته په دې اړه خبر ورکړئ.
دا دې روغتیایي ستونزو په اړه معلومات
د موروثي حجرو ناروغي
په برتانیه کې شاوخوا 1 له 2,800 ماشومانو څخه د موروثي حجرو ناروغي (SCD) لري. دا جدي، موروثي وینې ناروغي ده. دا د وینې د هیموګلوبین برخه اغېزمنوي، دا د وینې یو برخه ده کوم چې د بدن شاوخوا اکسیجن انتقالوي. هغه ماشومان چې SCD لري به د هغو ژوند د پیل څخه تر پای پورې ځانګړې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري.
هغه خلک چې د موروثي حجرو ناروغي (SCD) لري د شدید درد حملې سره مخ کېدی شي او جدي انتانات لرلې شي. دوې د کم وینې ناروغي (انیمیا) هم لرلې شي (کله چې د هغوې بدنونه د اکسیجن انتقال ستونزه لرې). هغه ماشومان چې د موروثي حجرو ناروغي (SCD) لري مخکینی درملنه ترلاسه کولی شي. په دې کې واکسینونه او د بکتریايي ناروغیو ضد درمل شامل دي تر څو د شدید ناروغیو او انتاناتو خطر کم کړي.
د ساه اخیستلو او هاضمې سیستم اغېز کوونکې جدي موروثي ناروغي
په برتانیه کې شاوخوا 1 له 2,500 ماشومان د ساه اخیستلو او هاضمې سیستم اغېز کوونکې جدي موروثي ناروغي (CF) لري. دا موروثي ناروغي د هاضمې سیستم او سږو باندې اغېزه کوي. هغه ماشومان چې د CF ناروغي لري د هغوې لپاره د وزن زیاتېدل ستونزمن کېدی وي او پرله پسې د سینه انتانات لري. هغه ماشومان چې د CF ناروغي لري مخکینی درملنه د لوړ انرژۍ لرونکي رژیم، درملو او فزیوتراپي په مرسته ترلاسه کولی شي. که څه هم هغه ماشومان چې د CF ناروغي لري، بیا هم ډېر ناروغ کېدی شي، خو مخکینی درملنه د هغوی ژوند اوږد او روغ ساتلو کې مرسته کولې شي.
د تیروئید غده کافي هورمون نه تولیدونکې ناروغي
په برتانیه کې شاوخوا 1 له 2,000 ماشومانو څخه د تیروئید غده کافي هورمون نه تولیدونکې ناروغي (CHT) لري. هغه ماشومان چې د CHT ناروغي لري د تیروکسین هورمون کافي اندازه نه لري. د تیروکسین پرته، ماشومان سم وده نه کوي. هغوی دایمي جدي فزیکي ستونزې او د زده کړې معلولیت سره مخ کېدی شي.
هغه ماشومان چې د CHT ناروغي لري مخکینی درملنه د تیروکسین ګولیو په مرسته ترلاسه کولی شي. دا به مرسته وکړي چې دوی د تمې سره سم وده وکړي.
موروثي میتابولیک ناروغي
دا مهمه ده چې خپل روغتیايي پوهه لرونکې کس ته په دې اړه خبر ورکړئ که ستاسو د کورنۍ په تېرو پېښو کې د میتابولیک ناروغي کوم حالت لرو. ماشومانو لپاره د ځینو موروثي میتابولیک ناروغیو (IMDs) د ناروغي د معلومولو معاينه ترسره کېږي.
دې کې شامل دي:
- فینیلکیتونوریا(PKU)
- د منځنۍ مالیکولونو کیمیاوي جوړښت غوړیو د انرژي د بدن د تجزیې کمزوري ناروغي(MCADD)
- د میپل شربت په څېر خوږ بوی کوونکې د ادرار ناروغي(MSUD)
- ایسووالیرک اسیدیمیا (IVA)
- د ګلوټاریک اسیدوریا 1 ډول(GA1)
- هوموسیسټینوریا (پیریدوکسین درملنې ته غبرګون نه کوونکې ناروغي(HCU)
- د اراثي ټایروسینیمیا ډول 1 (HT1)
په برتانیه کې شاوخوا 1 له 10,000 ماشومانو څخه د PKU یا MCADD ناروغي لري. نورې ناروغي نادرې دي، چې په 1 له 100,000 ماشومانو څخه تر 1 له 300,000 ماشومانو پورې پېښېږي.
ماشومان دا دې موروثي ناروغي سره د هغوې په خوړو کې ځینې مواد نشي هضم کولی. پرته له درملنې، هغه ماشومان چې د دې ځینو ناروغیو سره مخ وي ناڅاپه جدي ناروغ کېدی شي. د دې ناروغیو نښې نښانې مختلفې دي. ځینې د ژوند لپاره خطرناک کېدی شي یا د ودې په جدي ستونزو کې بدلېږي.
دا ټولې ناروغي د یو په دقت سره تنظیم شوي رژیم په مرسته د درملنې وړ دي. دا د هرې ناروغي څخه مختلف وې او اضافي درمل هم پکې شامل کېدی شي.
د ناروغي د معلومولو ازموینه
کله چې ستاسو ماشوم 5 ورځې عمر ولري، روغتیايي پوهه لرونکې کس به د ځانګړي وسیلې په مرسته د ماشوم د پښې شا برخه کې کوچنۍ سوري وکړي. هغوی به د وینې څو څاڅکي په یوه کارت باندې راټول کړي. کله ناکله دا له 5 ورځو وروسته هم ترسره کېدی شي. د پښې شا برخه کې کوچنۍ سوري نارامه کېدی شي، او ستاسو ماشوم ژاړلي شي. تاسو دا دې په ډاډ ترلاسه کولو سره چې ستاسو ماشوم ګرم او ارامه وي، او په غېږ کې نیولو او تغذیه ورکولو لارې مرسته کولی شئ.
ځینې وختونه د وینې د دویمې کوچنی څاڅکي نمونې اخیستل اړین وي. که داسې پیښ شي، دلیل به درته روښانه کړل شي. دا مهمه نه ده چې معنی یې دا وي چې ستاسو ماشوم کومه ستونزه لري.
که ستاسو د ماشوم سکرینینګ په انګلستان کې پیل شي مګر دویمه بېلګه یې په بل هیواد کې اخیستل کیږي، نو په هغه هیواد کې وړاندیز شوي شرایطو لپاره به د دوی سکرینگ ترسره شي. دا ممکن په انګلستان کې له شته شرایطو څخه مختلف وي.
د ازموینې د ترسره کېدو په وخت کې خونديتوب
د دې ازموینې ترسره کولو سره کوم خطرونه شتون نه لري.
د ناروغي د معلومولو معاينه ستاسو خپل انتخاب دې
د نوو زیږیدلو ماشومانو د وینې کوچنی څاڅکي نمونې د ناروغي د معلومولو معاينې ستاسو د ماشوم لپاره سپارښتنه کیږي.
تاسو د ټولو ناروغیو یا یوازې د ځانګړو ناروغیو لپاره د ناروغي د معلومولو معاينه غوره کولی شئ.
تاسو د خپل ماشوم د SCD، CF، او CHT لپاره جلا د ناروغي د معلومولو معاينه غوره کولی شئ. که تاسو غواړئ د خپل ماشوم د IMDs لپاره د ناروغي د معلومولو معاينه ترسره کړئ، نو ټولې ناروغي به یې وکتل شي. د فردي IMDs د ناروغي د معلومولو معاينه نه شي ترسره کېدی.
که تاسو نه غواړئ چې ستاسو د ماشوم د کوم یوې ناروغي لپاره د ناروغي د معلومولو معاينه ترسره شي، یا د دې ازموینې په اړه کومې اندیښنې لرئ، مهرباني وکړئ له خپلې د زېږون نرسې سره په دې اړه خبرې وکړئ.
مخکینی د ناروغي د معلومولو معاينه غوره ده، ځکه چې درملنه ژر تر ژره پیل کېدی شي که اړتیا وي. که تاسو نه غواړئ چې ستاسو د ماشوم د ناروغي د معلومولو معاينه ترسره شي، او وروسته خپله پریکړه بدله کړئ، ستاسو ماشوم بیا هم دآ زموینه ترسره کولی شي. ماشومان د ټولو ناروغیو لپاره تر 12 میاشتو عمر پورې د ناروغي د معلومولو معاينه ترسره کېدی شي، پرته له CF څخه چې یوازې تر 8 اونیو عمر پورې ازمویل کېدی شي.
د ازموینې احتمالي پایلې
د نوو زیږیدلو ماشومانو د وینې کوچنی څاڅکي نمونه د ناروغي د معلومولو معاينې پایلې په دې ډول وړاندې کېږي: ’د ناروغي حالت نه درلودل‘ یا ’د ناروغي حالت درلودل‘.
ډیری پایلې به ښايي چې هغه ناروغي لپاره چې د ناروغي د معلومولو معاينه يې ترسره شوې ده، ’د ناروغي حالت نه درلودې‘.
ځینې پایلې به ښايي چې هغه ناروغي لپاره چې د ناروغي د معلومولو معاينه يې ترسره شوې ده، ‘د ناروغي حالت درلودې‘. دا په دې معنی نه لري چې ستاسو ماشوم به په ښکاره ډول د ناروغي لري، خو امکان شتون لري چې ناروغي ولري.
که د ناروغي د معلومولو معاينې پایلې وښيي چې ناروغي شتون درلودې، یو روغتیايي پوهه لرونکې کس به ستاسو سره د ټلېفون له لارې یا په شخصي توګه اړیکه ونیسي. هغوی به تاسو ته تشریح کړي چې پایلې تاسو او ستاسو د ماشوم لپاره څه معنی لري او درته به ووایي که څه داسې وي چې تاسو باید ترسره کولو ته اړتیا لرې.
ستاسو ماشوم به یوه متخصص ته واستول شي ترڅو نورې ازموینې ترسره کړي او درملنه پیل کړي که اړتیا شتون ولري.
د نوو زیږیدلو ماشومانو د وینې کوچنی څاڅکي نمونې د ناروغي د معلومولو معاينه کې ځینې ماشومان موندلي شې څوک چې د CF، SCD یا د بلې سره وینې حجرې ناروغي موروثي لیږدونکي جینونه لرلې شي.
موروثي لیږدونکي روغ وي او ناروغي نه لري. یوازینی هغه وخت چې موروثي لیږدونکي د روغتیا ستونزې سره مخ کېدی شې هغه په نادره حالاتو کې وي کله چې ممکنه د دوی بدن ته کافي اکسیجن نه رسیږي. د بېلګې په توګه، که دوی د بې حسۍ لاندې جراحي ترسره کړي وې.
که ستاسو ماشوم موروثي لیږدونکي جینونه لري، یو روغتیايي پوهه لرونکې کس به له تاسو سره اړیکه ونیسي یا تاسو ته به د پوست له لارې یو لیک ترلاسه کړي ترڅو تشریح کړي چې دا څه معنی لري. ستاسو ماشوم به درملنې ته اړتیا نه لري، مګر نورو ازموینو ته اړتیا لرلې شي. د ناروغي د معلومولو معاينه کې ټول موروثي لیږدونکي جینونه نشې موندل کېدی.
د خپل پایلو په اړه معلومات ترلاسه کول
که د ناروغي د معلومولو ترسره شوې معاينه کې یوه ناروغي وموندل شي، تاسو سره به د یوه متخصص طبي پاملرنه کوونکې ډلې لخوا اړیکه ونیول شئ. دا د دې لپاره دی چې پایلې تشریح کړي او ستاسو ماشوم ته نورې ازموینې وړاندې کړي. ځینې دا نورې ازموینې ژر تر ژره ترسره کولو ته اړتیا لري. تاسو باید د متخصص ډلې لخوا تاسو سره د اړیکې کولو هیڅ هڅه له پامه و نه غورځوئ۔
که د ناروغۍ د معلومولو معاينې څخه هېڅ یو ناروغي ونه موندلې شي، تاسو باید پاېلې د لېک له لارې یا د خپل روغتیايي لیدونکي څخه د 6 اونیو دننه ترلاسه کړئ.
پایلې باید د ستاسو د ماشوم په شخصي روغتيايي ریکارډ (’سور کتاب‘) کې ثبت کېږي. مهرباني وکړئ دا خوندي وساتئ او د راتلونکو لېدنې پر مهال یې له ځان سره راوړئ.
زما د ماشوم د وینې کوچنی څاڅکي نمونې کارت او معلومات د ناروغي د معلومولو معاينې وروسته
د ناروغي د معلومولو معاينې وروسته، د وینې کوچنی څاڅکي نمونې کارتونه لږ تر لږه د 5 کلونو لپاره ساتل کېږي او د لاندې مواردو لپاره کارول کېدی شي:
- د پایلو د بیا کتنې یا د نورو ازموینو لپاره چې ستاسو ډاکټر لخوا سپارښتنه شوي وي (که چېرې پایلې ستاسو د ماشوم په روغتیا اغېز لري، له تاسو سره به اړیکه نیول کېږي)
- د ناروغي د معلومولو معاينې فعالیتونو د ښه کولو یا د ازموینې د طریقو د اصلاح لپاره د هغو ناروغیو په اړه چې لا دمخه په انګلستان کې د ناروغي د معلومولو معاينې لپاره تصویب شوې دي (که چېرې پایلې ستاسو د ماشوم په روغتیا اغېز لري، له تاسو سره به اړیکه نیول کېږي)
- د څېړنې لپاره ترڅو په انګلستان کې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو روغتیا ښه کولو کې مرسته وکړي (دا به ستاسو ماشوم ونه پېژني، او تاسو سره به اړیکه ونه نیول شي)
سربېره پر دې، لږ امکان شتون لري چې څېړونکي ممکنه تاسو یا ستاسو ماشوم ته بلنه درکول وغواړي ترڅو د نوي زیږېدلي ماشوم د وینې کوچنی څاڅکی نمونې د ناروغي د معلومولو معاينې فعالیت فعالیت برنامې سره تړلي معلوماتو راټولولو برنامه کې برخه واخلئ. څېړونکي چې کوم اضافي مطالعې ترسره کوي به تشریح کړي چې څه ترسره کېږي او بیا به له تاسو وپوښتل شي چې ایا غواړئ په هغې مطالعې کې برخه واخلئ. مهرباني وکړئ خپلې نرسې ته په دې اړه خبر ورکړئ که تاسو نه غواړئ چې د اضافي معلوماتو راټولولو په اړه د ګډون په اړه تاسو سره اړیکه ونیول شي.
د وینې کوچنی څاڅکی نمونې کارتونو ټول کارول د رسمي قوانینو ټولګې لخوا تنظیم کېږي. هر ډول څېړنه به د یوې خپلواکې څېړنیزې اخلاقي کمېټې لخوا تصویب شوې وي.
د ملاتړ ډلو په اړه نور معلومات او تفصیل په NHS.UK ویب پاڼه کې وم