د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکول (Pashto)
تازه شوی 3 June 2026
Applies to England
دا لنډه ویډیو د نويو زېږېدلو ماشومانو د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو د ناروغۍ د معلومولو معاينې په اړه تشریح کوي.
د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو د ناروغي د معلومولو معاينې د NHS لخوا سپارښتنه کېږي.
د ناروغي د معلومولو معاينې موخې
موږ دا معاینه ځکه وړاندې کوو چې هغه ماشومان ومومو څوک چې د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو ستونزه لري، ترڅو پاملرنه، مرسته او مشورې له پیل څخه هغوې ته په سم وخت کې وړاندې کړو.
دا دې روغتیایي ستونزو په اړه معلومات
په هر 1,000 ماشومانو کې يو يا 2 ماشومان د دواړو يا يوې غوږ دایمي د اورېدلو له ستونزې سره زېږي. دا شمېره د هغو ماشومانو لپاره نږدې 1 په 100 (1%) ته رسېږي، چا چې لږ تر لږه 48 ساعتونه په ځانګړې پاملرنې څانګه کې تېر کړي وي. په دې کې ډېر ماشومان په داسې کورنۍ کې زېږي څوک چې د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو د ستونزې هېڅ تیرې پیښې نه لري.
په دایمي توګه د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو ستونزه د ماشوم په وده باندې جدي اغېزه لري. د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو ستونزه په وخت پېژندل ماشومانو ته د ژبې، وینا او اړیکو مهارتونو د ښه پرمختګ غوره فرصت چمتو کوي. دا په دې ډاډ ترلاسه ترلاسه کولو کې مرسته کوي چې د هغوی کورنۍ هغه ملاتړ ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري. دا به ماشومانو سره مرسته کوي چې له خپلوانو او ساتونکو سره خپلې اړیکې له لومړیو کلونو څخه په ښه توګه پیل کړې.
د ناروغي د معلومولو ازموینه
د نويو زېږېدلو ماشومانو د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو د ناروغي د معلومولو ازموینه ستاسو ماشوم ته يا خو په روغتون کې د خوشې کېدو مخکې وړاندې کېږي، يا کله چې تاسو په کور کې یاست. په بدیل توګه، تاسو ته به د کلینیک لیدنې لپاره بلنه درکړل کېږي. په غوره توګه، د ناروغي د معلومولو ازموینه باید د ماشوم د لومړیو 4 اوونیو په جریان کې ترسره شي، خو دا تر درې میاشتو عمر پورې هر وخت ترسره کېدی شي.
د ناروغي د معلومولو ازموینه، کوم ته چې ) AOAEد ماشوم د غوږ اورېدلو د فعالیت د کتنې ازموینه) ویل کېږي، ترسره کول څو دقیقې وخت نیسي. د ماشوم په غوږ کې یو کوچنی د ایرفون وسیله په نرم سره پر ځای کېږي او نرم ټک ټک غږونه پکې غږول کېږي. کله چې غوږ دا غږ ترلاسه کړي، د غوږ دننه برخه (چې کوکلیا ورته ویل کېږي) غبرګون ښايي. دا د ناروغي د معلومولو معاینې وسایلو له لارې موندل کېدی شي.
دا تل ممکنه نه وي چې د لومړي د ناروغي د معلومولو ازموینې څخه روښانه غبرګونونه ترلاسه شي. دا مهمه نه ده چې ستاسو ماشوم د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو ستونزه ولري. دا د معنا لرې شي:
- ستاسو ماشوم بې ارامه و کله چې ازموینه ترسره کېده
- په شاوخوا چاپېریال کې شور وو
- ستاسو د ماشوم په غوږ کې مایع یا موقتي بندښت شتون درلودو– دا ډېر عامه دې او د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي
- ستاسو ماشوم د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو ستونزه درلوده
که ستاسو ماشوم روښانه غبرګون ترلاسه نکړې، دوې ته به بله د ناروغي د معلومولو ازموینه وړاندې کېږي. دا د لومړي د ناروغي د معلومولو ازموینې په څېر کېدی شي، یا د بلې ازموینې په څېر کوم ته چېAABR )د دماغو غوږونو ته غبرګون ورکوونکې ازموینه) ویل کېږي.
په دې کې 3 کوچني سینسرونه شامل دې کوم چې به ستاسو د ماشوم په تندي، د غاړې شاته او اوږه کې لګول کېږي. نرم هيډفونونه د ستاسو د ماشوم پر غوږونو اېښودل کېږي او نرم کليک کونکي غږونه غږول کېږي. د ناروغي د معلومولو معاینې وسيله به دا دې معلومولو وړتیا درلودې چې د ستاسو د ماشوم د اورېدو عصب غږونو ته غبرګون ورکوي که نه. دا به موږ سره په دې معلومولو کې مرسته کوي چې ستاسو ماشوم د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو ستونزه لري که نه.
دا د ناروغي د معلومولو ازموینه تر 15 دقيقو پورې وخت نيولې شي. ستاسو ماشوم بايد ارام کېدو يا ويده کېدو ته وړتیا درلودي
د ازموینې د ترسره کېدو په وخت کې خونديتوب
د دې ازموینې په لرلو سره هیڅ ډول خطرونه شتون نه لري.
د ناروغي د معلومولو معاينه ستاسو خپل انتخاب دې
دا دې د ناروغي د معلومولو معاينې ستاسو د ماشوم لپاره سپارښتنه کېږي. د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو ستونزه په وخت موندل د ماشوم د پرمختګ لپاره ډېر مهم دي
د ازموینې نه ترسره کول
که تاسو پرېکړه وکړئ چې د نوي زیږیدلي ماشوم د اورېدنې د ناروغي د معلومولو ازموينه ونه لري، نو تاسو ته به د کتنې لیستونه درکړل کېږي ترڅو تاسو سره مرسته وکړي چې د ماشوم د اورېدنې څارنه وکړې لکه څنګه چې دوې لویېږي. که تاسو کومه اندېښنه لرئ، بايد له خپل روغتیايي لیدونکي یا عمومي ډاکټر سره خبرې وکړئ.
د ازموینې احتمالي پایلې
که ستاسو ماشوم په دواړو غوږونو کې روښانه غبرګون ولرې، نو امکان نه لري چې په دایمي توګه د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکولو ستونزه ولري. بیا هم، د نوي زیږیدلي ماشوم د اورېدو د ناروغي د معلومولو معاينه د اورېدو ټول ډولونه نه تشخیصوي. همدارنګه، ماشومان وروسته هم د اورېدو ستونزه لرلې شي. دا مهمه ده چې د خپل ماشوم د اورېدنې معاینه ترسره کړي لکه څنګه چې دوې لویېږي. د ستاسو د ماشوم د روغتیايي شخصي ریکارډ (’سور کتاب‘) تاسو ته وايي چې څرنګه به دا ترسره کړئ. که تاسو د خپل ماشوم د اورېدو په اړه کومه اندېښنه لرئ، نو خپل روغتیايي لیدونکي یا عمومي ډاکټر ته ووایاست.
که د ناروغي د معلومولو ازموینې پایلې د ستاسو د ماشوم له یوه یا دواړو غوږونو څخه روښانه غبرګون ونه ښایې، نو د اورېدو پوهه لرونکې سره به د اورېدو ازموینې لپاره لېدنه تنظیم کېږي.
ستاسو ماشوم باید د ناروغي د معلومولو ازموینې له ترسره کېدو څخه په 4 اونیو کې د اورېدو پوهه لرونکې لخوا کتل کېږي.
دا ډېر مهمه ده چې خپل ماشوم د اورېدو ازموینې لېدنې لپاره له ځان سره راولې. دا ځکه که ماشوم د اورېدو ستونزه لري، دوې نورو ازموینو ته اړتیا لرلې شي ترڅو ممکنه ناروغي وڅېړل شي. دا ازموینې باید د زیږون په لومړیو څو اونیو کې ترسره کولو ته اړتیا لري.
شاوخوا 2 څخه تر 3 ماشومان له هر 100 (2 څخه تر 3%) د ناروغي د معلومولو ازموینو په پایلو کې روښانه غبرګون نه ښايي
شاوخوا 1 له 15 ماشومانو (7%) چې په اورېدو کلینیک کې ازموینه شوي وي د یوه یا دواړو غوږونو دایمي د اورېدو ستونزه لري. ځینې لنډمهاله د اورېدو ستونزه لرلې شي.
د خپل پایلو په اړه معلومات ترلاسه کول
تاسو ته به د خپل ماشوم پایلې په سمدستي توګه د اورېدو د ناروغي د معلومولو ازموينې ترسره کېدو وروسته درکول کېږي.
د ملاتړ ډلو په اړه نور معلومات او تفصیل په NHS.UK ویب پاڼه کې ومومئ.