د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده (Pashto)
تازه شوی 3 June 2026
Applies to England
دا لنډه حرکت کوونکې ویډیو په امیندواره کې د د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي د معلومولو معاينې په اړه تشریح کوي.
د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده
د ناروغي د معلومولو معاينې موخې
د دې ناروغي د معلومولو معاينې هدف دا دی چې معلومه شي چې ستاسو د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي (د اضافي کروموزوم شتون 21 یا T21)، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي (د اضافي کروموزوم شتون 18 یاT18 ) یا د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي (د اضافي کروموزوم شتون 13 یا T13) احتمال څومره دی.
د ناروغي د معلومولو معاينه ستاسو انتخاب دی. تاسو اړ نه یاست چې د ناروغي د معلومولو معاينې ازموینه ترسره کړئ. ځینې خلک غواړي چې پوه شي چې ایا د دوی ماشوم په دې ناروغیو کې یو لري او ځینې نه غواړي. د ناروغي د معلومولو معاينه تل دقیق نه وي او غلطه پایله وړاندې کولې شي. دا تاسو ته د خپل امیندوارې په اړه شخصي پریکړې کولو فرصت درکولی شي.
د ناروغي د معلومولو معاينې عمومي کتنه
د ناروغي د معلومولو معاينې په جریان کې څو بېلابېل ازموینې شامل کېدی شي.
لومړی د ناروغي د معلومولو معاينې ازموینه چې تاسو ته وړاندیز کېږي یا خو ګډ ازموینه یا څلور اړخیز ازموینه وي. بيا تاسو ته دوهم د ناروغي د معلومولو معاينې ازموینه هم وړاندې کېدی شي. دې ته د امیندوارې پر مهال بې مداخلې ازموینه (NIPT) وایي. د دې کوم یو د ناروغي د معلومولو معاينې وروسته، تاسو ته د تشخیصي ازموینه وړاندیز کېدی شي. دې سره به معلومه شي چې ستاسو ماشوم د دې ناروغۍ څخه کومه لري که نه.
د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي په اړه نور معلومات د NHS په ویب پاڼه کې ومومئ.
دا دې روغتیایي ستونزو په اړه معلومات
زمونږ د بدن د حجرو دننه کوچنۍ جوړښتونه شتون لرې چې کروموزومونه ورته وایي. دا د DNA (جینیتیک موادو) څخه جوړ شوي وي. دا کروموزومونه هغه جینونه لري چې معلوموي موږ څنګه وده کوو. په هره حجره کې معمولا 23 جوړه کروموزومونه شتون لري. په سپرم یا هګۍ کې بدلونونه پېښېدی شي، چې په ماشوم کې د یو اضافي کروموزوم جوړېدلو سبب ګرځي.
هغه ماشومان چې د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي لري د ټولو عمرونو ښځو څخه زېږېږي. خو د دې ناروغیو څخه د کوم یو لرل د ماشوم زیږیدلو امکان د ښځې د عمر په زیاتېدو سره لوړېږي. ټول دا د دې له امله رامنځته کېږي چې د بدن په ځینو یا ټولو حجرو کې د کروموزوم یوه اضافي یو څېر نمونه وي. اضافي کروموزوم یوازې په ځینو حجرو کې لرلو ته د موزاییک بڼه وايي. دې سره د ماشوم پر ژوند لږې شدیدې ستونزې پېښېدی شي. د ناروغي د معلومولو معاينه کې نشي پیژندې چې ستاسو ماشوم کوم ډول یا د کومې درجې معلولیت لري.
د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي (T21)
د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي د بدن په ټولو یا ځینو حجرو کې د 21 کروموزوم یوه اضافي یو څېر نمونې له امله رامنځته کېږي. هغه څوک چې د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لري به د زده کړې په ځینو مهارتونو کې ستونزې لري. دا په دې معنی لرې چې دوی ته به د نورو خلکو په پرتله د نوي شیانو په پوهیدلو او زده کړو کې ستونزې لري. دوی د اړیکو ستونزه او د ځینو ورځني کارونو په ترسره کولو کې ستونزو سره مخ کېدی شي. هغه خلک چې د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لري ځانګړې مخنۍ نښې لري خو ټول ورته نه ښکاري.

یو ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لرلو سره
ډېر ماشومان چې د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لري عامو ښوونځیو ته ځي، خو دوی به اضافي ملاتړ ته اړتیا لري. ځینې روغتیایي ستونزې په هغو خلکو کې چې د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لري ډیرې عامې دي. په دې کې د زړه ستونزې او د اورېدو او لیدلو ستونزې شاملې دي. دا ډېرو روغتیایي ستونزو درمل کېدی شي. له بده مرغه، شاوخوا 5 له 100 (5%) ماشومان به له خپل لومړي کلیزې وروسته ژوند ونه کړي.
د هغو ماشومانو لپاره چې جدي روغتیایي ستونزې نه لري، د ژوندي پاتې کېدو کچه د نورو ماشومانو په څېر دې. ډیری خلک چې د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لري به تر 60 کلنۍ یا له هغې زیات ژوند کوي.
د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لرونکي خلک ښه ژوند کولی شي او ډیر خلک وايي چې دوی د خپل ژوند څخه خوند اخلي. د ملاتړ سره، ډیر د ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لرونکي خلک کارونه ترلاسه کولی شي، اړیکې لري شي او په لویوالي کې نیمه خپلواکه ژوند کولې شي.
د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي (T18) او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي (T13)
هغه ماشومان چې د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي لري د بدن په ټولو یا ځینو حجرو کې د 18 کروموزوم یوه اضافي یو څېر نمونې لري. هغه ماشومان چې د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي لري د بدن په ټولو یا ځینو حجرو کې د 13 کروموزوم یوه اضافي یو څېر لري
له بده مرغه، د ژوندي پاتې کېدو کچه ټیټه دې. د هغو ماشومانو له ډلې چې ژوندی زیږیدلي، یوازې شاوخوا 13 له هر 100 څخه (13%) د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي لرونکو او 11 له هر 100 څخه (11%) د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي لرونکي ماشومان به له خپل لومړي کال وروسته ژوند وکړي. ځینې ماشومان تر لویوالي پورې ژوند کولې شي، خو دا نادره دې.
ټول ماشومان چې د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي سره زیږیدلي وي، د زده کړې ستونزې او د روغتیا پراخې ستونزې به لري. ځینې خورا جدي کېدی شي. دوی د زړه، تنفسي سیسټم، پښتورګو یا هاضمې ستونزې لري شي.
شاوخوا نیمایي د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي ماشومان به هم د شونډو او خولې نيمګړتیاوې ولري. د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي ماشومان لږ وزن لرلې شي.
سره له دې ستونزو، ماشومان په خپل پرمختګ کې ورو ورو پرمختګ کولی شي. زاړه ماشومان چې له دې کومې ناروغۍ سره مخ وي، باید ځانګړي ښوونځي تللو ته اړتیا ولري.
د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي پېښه د هر 10,000 زیږونونو کې په 10 کې رامنځته کېږي. د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي پېښه د هر 10,000 زیږونونو کې په 3 کې رامنځته کېږي. د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي پېښه د هر 10,000 زیږونونو کې په 2 کې رامنځته کېږي.
د NHS ګډ یا څلور اړخیز د ناروغي د معلومولو ازموینې
که تاسو د ګډ ازموینې ترسره کولو انتخاب وکړئ، په دې کې به شامل وي:
- د امیندوارې د 10 څخه تر 14 اونیو تر منځ د وینې ازموینه
- د امیندوارې د 11 څخه تر 14 اونیو پورې الټراساونډ ترسره کول ترڅو د ماشوم د غاړې شاته د مایع اندازه معاینه شي – دا د نیکال ټرانسلوسنسي (NT) په نوم پیژندل کېږي.
دا معلومات د ستاسو عمر سره یو ځای کېږي ترڅو د معلومه شي چې ستاسو ماشوم د دې ناروغۍ لرلو امکان څومره دی. که تاسو امیندوارې له 14 اونیو زیات یاست، ګډ ازموینه مناسب نه ده. په ځای به یې تاسو ته د څلور اړخیز ازموینې وړاندیز وشي. په دې کې د امیندوارې د 14 څخه تر 20 اونیو پورې د وینې ازموینه شامل ده. دا ازموینه یوازې د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي معلومولو لپاره ده او د ګډ ازموینې په څېر دقیقه پایله نه ورکوي.
تاسو ته به د 20 اونیو د ناروغي د معلومولو معاینې وړاندې کېږي ترڅو د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي معاینې لپاره وکتل شي.
د ازموینې د ترسره کېدو په وخت کې خونديتوب
د ناروغي د معلومولو ازموینې نه تاسو ته او نه ستاسو ماشوم ته زیان رسولې شي. خو، مهمه ده چې په دقت سره فکر وکړئ چې ایا دا ازموینه کول غواړئ که نه.
ازموینه تاسو ته نشې ویلی چې ماشوم به باورې ناروغ وي یا نه، دا معلومات درکولې شي کوم چې تاسو سره د امیندوارې په اړه نورې پرېکړې کولو کې مرسته کولې شي.
د ناروغي د معلومولو معاينه ستاسو خپل انتخاب دې
د ناروغي د معلومولو معاينه ستاسو خپله انتخاب دې. تاسو اړ نه یاست چې د ناروغي د معلومولو معاينه ترسره کړئ. ځینې خلک غواړي چې پوه شي چې ایا د دوی ماشوم د یو روغتیایي ستونزو څخه کوم یو لري او ځینې خلک نه غواړي. د ناروغي د معلومولو معاينه سم نه دی او ناسم پایلې چمتو کولې شي. دا تاسو ته د امیندوارې په اړه خپلې پرېکړې کولو کې مرسته کولې شي.
تاسو دا دې لرلو انتخاب کولی شئ:
- هېڅ د ناروغي د معلومولو معاينې نه درلودل
- د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي د معلومولو معاينې درلودل
- یوازې د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لپاره د ناروغي معلومولو معاينې درلودل
- یوازې د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي د معلومولو معاينې درلودل
دا د ناروغي د معلومولو معاينه به تاسو ته وړاندې کېږي که تاسو یو ماشوم یا دوه ګوني ماشومان ولرئ.
که ستاسو په امیندوارې کې یو دوه ګونی ماشوم له منځه تللی وي، ستاسو نرسې یا ډاکټر به له تاسو سره د ازموینې کولو مختلف انتخابونو په اړه خبر ورکړئ.
د ازموینې احتمالي پایلې
په دې پورې اړه لري چې تاسو د ناروغي د معلومولو ازموینې پر وخت څه غوښتلي و، موږ به تاسو ته یو یا دواړه لاندې درکړو:
- د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي پایله
- د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي ګډه پایلې
د لږ احتمال پایله معنی لري چې امکان کم دی، که څه هم دا لا هم ممکنه ده، چې ستاسو ماشوم به د کومې د ناوغي د معلومولو ازموینې معاینه شوې ناروغۍ سره مخ وي. ډیری د ناوغي د معلومولو ازموینې پایلې لږ احتمال لري.
ډیری ښځې چې د لوړ احتمال پایلې ترلاسه کوي، به داسې ماشوم ولري چې له هېڅ یوې ناروغۍ سره به مخ نه وي. ځینې ښځې به د یوې ناروغۍ لپاره لوړ احتمال پایله ولري، خو ماشوم به یې بله ناروغي ولري. د بیلګې په توګه، که تاسو د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي لپاره لوړ احتمال پایله ولرئ، امکان شتون لري چې ماشوم د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي ولري. په ټوله کې، شاوخوا 3 له هر 100 د ناروغي د معلومولو ازموینې پایلې لوړ احتمال لري.
تاسو به هره پایله د احتمال په بڼه ترلاسه کړئ، د بیلګې په توګه ستاسو ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي سره د زیږیدو ‘1 په 150 احتمال’ لري. څومره چې دوهمه شمېره لویه وي (لکه 150)، هومره ستاسو ماشوم د دې ناروغۍ سره د زیږیدو امکان کم وي. نو ‘1 په 200 احتمال’ د ‘1 په 100 احتمال’ په پرتله کم دی.
د ‘لږ احتمال’ پایله 1 په 150 یا زیات احتمال کې وي (د بیلګې په توګه، 1 احتمال په 300 کې). د ‘لوړ احتمال’ پایله تر 150 پورې 1 احتمال وي (د بیلګې په توګه، 1 احتمال په 100 کې).
د دې لپاره چې پوه شئ، چې د بیلګې په توګه ‘1 په 300 احتمال’ څه معنی لري، د 300 ښځو یوه ډله تصور کړئ. له دې ډلې یوه ښځه به د داسې ماشوم سره امیندوارې ولري چې ناروغي لري.
د ازموینې نه ترسره کول
که تاسو انتحاب وکړئ چې د دې ناروغیو لپاره د ناروغي د معلومولو ازموینه ونه کړئ، ستاسو پاتې امیندوارې پاملرنې به لکه مخکې پلان شوې په څېر پرمخ ځې.
د امیندوارې په جریان کې معاینه د ماشوم روغتیا یا د بدن ستونزې موندلې شي. کوم چې د دې ناروغیو سره تړاو لرلې شي. تاسو ته به تل خبر درکړل کېږي که په معاینه کې کوم غیر متوقع څه وموندل شي.
د خپل پایلو په اړه معلومات ترلاسه کول
که ستاسو د ناروغي د معلومولو ازموینې پایله لږ احتمال ښایې، تاسو ته به د ازموینې اخیستو له 2 اونیو دننه خبر درکړل کېږي. که ستاسو د ناروغي د معلومولو ازموینې پایله لوړ احتمال ښایې، تاسو ته به د ازموینې اخیستو له یوې اوونۍ دننه خبر درکړل کېږي. تاسو ته به د بحث کولو لپاره یوه لېدنې وړاندیز کېږي:
- د ازموینې پایلې او دا څه معنی لري
- هغه ناروغي چې ستاسو ماشوم یې لرلې شي
- هغه انتخابونه چې تاسو لپاره شتون لري
نورې ازموينې
که ستاسو د ټيټ احتمال پايلې لري تاسو ته به نورې ازموينې نه وړاندې کېږي. که تاسو د لوړ احتمال پايلې لري، تاسو ته به اضافي ازموينې وړاندې کېږي.
- نورې ازموينې نه ترسره کېږي
- دوهمه د ناروغي د معلومولو معاينې ازموينه (چې NIPT بلل کېږي) د دې لپاره ترسره کېږي چې لا دقيقه د ناروغي د معلومولو معاينې پايله ترلاسه شي د دې پرېکړې کولو نه مخکې چې ایا تشخیصې ازموینه به ترسره کړې که نه
- یو تشخیصې ازموینه
که د لومړۍ ناروغي د معلومولو معاينې ازموینې پایله مو ډېر لوړ احتمال ولري (د 1 په 2 تر منځ او 1 په 10 کې)، نو تاسو باید له یوه روغتیايي مسلکي کس سره د خپلو انتخابونو په اړه تفصیلي خبرې وکړئ. دا ځکه چې د NIPT ازموینه لږه دقیقه وي کله چې تاسو د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي لپاره ډېر لوړ احتمال پایله ترلاسه کړئ.
ستاسو پریکړې ته به درناوی ورکړل کېږي، او روغتیايي مسلکي کسان به ستاسو ملاتړ کوي. که تاسو احساس کوئ چې ستاسو پریکړې ته درناوی نه ورکړل کېږي، تاسو باید د ځان لپاره خپله خبره وکړئ. معلومات د ملاتړ له سازمانونو څخه هم ترلاسه کېدی شي. له هر ډول د ناروغي د معلومولو معاينې يا تشخيصي ازموينو څخه چې کومې پايلې ترلاسه کوې، تاسو ته به د ملاتړ او پاملرنې مرسته درکړل کېږي ترڅو پرېکړه وکړې چې وروسته به څه وکړې.
د امېدوارۍ پر مهال د ماشوم روغتيا د کتنې لپاره د وینې معاینه کولو ازموينه(NIPT)
تاسو ته دوهمه سکريڼګ ازموينه وړاندې کېدی شي کوم ته چې NIPT ویل کېږي، چې پکې د وینې ازموينه شامله ده.
د NIPT ازموينه د ګډ يا څلور اړخیزه ازموينې په پرتله ډېر دقيقه وي، خو د دوه ګونو امېدواريو په حالت کې دومره دقيقه نه وي. دا ستاسو په وینې کې د DNA (جنتيکي موادو) د اندازه کولو له لارې کار ترسره کوي. د دې DNA ځینې برخې د ماشوم د پلینټا څخه وي. که دې کې د کروموزومونو 21، 18 يا 13 د تمې څخه زيات DNA شتون ولري، دا معنی لرلې شي چې ستاسو ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي لري. لکه د هر د ناروغي د معلومولو ازموينې په څېر، خو، دا يوه سمه پایله نه ورکوي. NIPT ستاسو ماشوم ته زيان نه رسوي. زياتره ښځې به خپلې پایلې د 2 اونيو دننه ترلاسه کړي.
ډيرې ښځې به د لږ احتمال پایلې ترلاسه کړي، چې معنی يې دا ده چې د دې ستونزو سره د ماشوم د زیږیدلو امکان کم دی. تاسو ته به د تشخيصي ازموينې وړانديز نه کېږي.
که ستاسو د NIPT پایله لوړ احتمال ښایې، نو د دې احتمال ډېر وي چې ستاسو ماشوم به د دې ستونزو څخه يو ولري. بيا به تاسو ته تشخيصي ازموينې وړاندې کېږي، او دا تاسو پورې اړه لرې چې تاسو دا دې انتخاب کول غواړې که نه. په يو لږ شمېر پېښو کې، NIPT ممکنه هېڅ پایله وړاندې نکړي. بيا تاسو د یو بل NIPT انتخاب کولې شي، يوه تشخيصي ازموينه، يا د نورو ازموينو نه ترسره کول.
لابراتور ستاسو د NIPT د ناروغي د معلومولو معاینې نمونه تر 5 کلونو پورې ساتلې شي. دا د کيفيت او ازموينې د موخو لپاره دی. که تاسو نمونه ساتل نه غواړې، خپل د روغتيايي خدمتونو مسلکي کس ته په دې اړه خبر ورکړې.
تشخيصي ازموينه (د کروريونيک ویلس نمونې اخیستل یا د رحم شاوخوا مايعاتو نمونې اخیستل)
تشخيصي ازموينه يو سم ځواب ورکوي. دا ستاسو د ماشوم د پلینټا یا د هغې شاوخوا مايعاتو څخه حجرې ازموینه ترسره کوي.
تشخيصي ازموينې کله کله د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي نه بېلې نورې ستونزې هم موندلی شي. خو دا کم پېښېږي.
شاوخوا 1 له هر 200 ښځو (0.5%) چې تشخيصي ازموينه ترسره کوي د ازموينې له امله د امیندوارې ضايع کېدو سره مخ کېږي. دا تاسو پورې اړه لري چې تشخيصي ازموينه کول غواړې که نه.
دوه ډوله تشخيصي ازموينې شتون لري: د کروريونيک ویلس نمونې اخیستل(CVS) یا د رحم شاوخوا مايعاتو نمونې اخیستل.
د کروريونيک ویلس نمونې اخیستل(CVS)
دا په عمومې ډول د امېدوارۍ د 11 څخه تر 14 اونیو پورې ترسره کېږي، خو وروسته هم ترسره کېدی شي. د پلینټا څخه د کوچنې نسج نمونې د اخیستلو لپاره يو نازک سوزن کارول کېږي. سوزن اکثره د ښځې د نس (معدې) له لارې دننه کېږي. د پلینټا حجرې د هغو ستونزو لپاره ازمویل کېدی شي چې د ناروغي د معلومولو معاينې پر مهال معاینه ترسره شوي وې.
رحم شاوخوا مايعاتو نمونې اخیستل
دا په عمومې ډول د امېدوارۍ له 15 اونيو وروسته ترسره کېږي. د ماشوم د شاوخوا مايعاتو د کوچنې نمونې د راټولولو لپاره يو نازک سوزن کارول کېږي. سوزن د ښځې د نس (معدې) له لارې تېرېږي. په مايعاتو کې د ماشوم ځینې حجرې وي، چې د هغو ستونزو لپاره یې ازموینه ترسره کېدی شي.
د تشخيصي ازموينې پايلې
د تشخيصي ازموينې وروسته، ځینې ښځې به ومومې چې د هغوی ماشوم د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي، د زړه نیمګړتیاوې، وړوکی خوله ورو وده کوونکې ناروغي او د اضافي ګوتو او پښې، د مغز او زړه ستونزه لرونکې ناروغي لري. هغوی بیا وروسته انتخاب کولی شي چې امیندوارې ته ادامه ورکړي، یا پرېکړه وکړي چې امیندوارې ته ادامه ورنکړي او امیندوارې له لاسه ورکړي.
که تاسو د دې انتخاب سره مخ شئ، د روغتیا پوهه لرونکې به ستاسو ملاتړ وکړي او د ناروغۍ په اړه به نور معلومات درکړي ترڅو تاسو سره په پرېکړه کولو کې مرسته وکړې.
معلومات له ملاتړ کوونکو سازمانونو له لارې هم شتون درلودې.
د ملاتړ کوونکو سازمانونو په اړه نور معلومات او تفصيلات د NHS ويب پاڼې له لارې ومومې.
د دې کوچنۍ پاڼې په اړه
موږ د ذهني پرمختګ اغیزه کوونکې ناروغي ټولنې څخه په رښتیني ډول مننه کوو چې موږ ته یې د پورته ښودل شوي عکس د کارولو اجازه چمتو کړه.