له یو څخه بل ته انتقال کیدونکې ناروغۍ (Pashto)
تازه شوی 3 June 2026
Applies to England
دا لنډه حرکت کوونکې ویډیو تشریح کوي چې ولې د امیندوارې پر مهال له یو څخه بل ته انتقال کیدونکې ناروغۍ د معلومولو معاينه مهم دي
له یو څخه بل ته انتقال کیدونکې ناروغۍ
له یو څخه بل ته انتقال کیدونکې ناروغۍ د معلومولو معاينې د NHS لخوا سپارښتنه کېږي.
د ناروغي د معلومولو معاينې موخې
موږ د ناروغي د معلومولو معاينې خدمت وړاندې کوو ترڅو معلومه کړو چې ایا تاسو هپاتایټس B، ) HIVد انسان معافیت کمزوري ویروس) یا سفلس ناروغي لرئ. هغه ښځې چې د ) HIVد انسان معافیت کمزوري ویروس)، هپاتایټس B او/یا سفلس ناروغي لري، ژر تر ژره د پوهه لرونکې ډاکټر سره لېدنې ته اړتیا لرې. دا دې لپاره وي چې د هغوی امیندوارې پر مهال اړینه طبي پاملرنه ترتیب شي.
هغه ښځې چې له وړاندې څخه پوهېږي چې د HIV، هپاتایټس B ناروغي لري، یا په تېرو وختونو کې یې د سفلس درملنه درلوده، هغوې ته بیا هم سپارښتنه کېږي چې په هر امیندوارې کې ازموینه ترسره کړي. مهرباني وکړئ خپل نرسې یا روغتیايي مسلکي ته په دې اړه خبر ورکړئ که تاسو په تېرو وختونو کې بل ته انتقال کیدونکې ناروغیو څخه د کوم یو تشخیص درلوده.
دا دې روغتیایي ستونزو په اړه معلومات
هپاتایټس B، HIV او سفلس ناروغۍ د وینې او د بدن د مایعاتو له لارې خپریږي. دا د جنسي اړیکو یا د هغه ستنې او وسایلو د شریکولو له لارې خپریږي چې په رګ کې دننه ورکیدونکې درملو لپاره کارول شوي وي. دا ویروسونه د امیندوارې پر مهال او/یا د زیږون پر وخت ماشوم ته هم انتقال کېدی شي.
د هپاتایټس B ناروغۍ
د هپاتایټس B ویروس د ځیګر ناروغي رامنځته کوي. دا لنډمهاله (سمدستي) او اوږدمهاله (د اوږدې مودې لپاره) روغتیایي ستونزې رامنځته کولی شي. په هغه ماشومان کې چې د زیږون پر مهال یا د ژوند په لومړي کال کې انتان رامنځته شي، 9 له 10 (90%) امکان لري چې اوږدمهاله هپاتایټس B ناروغي باندې ککړ شي. دا لکه د ځیګر ستونزې او سرطانونه ناروغۍ رامنځته کولی شي. که ماشوم د واکسین بشپړ دوره بشپړه کړي، نو خطر په څرګند ډول کمېږي او شاوخوا 1 له 10 (10%) ته رسیږي.
د HIV ناروغي
HIV د معافیت سیسټم کمزوری کوي، چې د انتاناتو پر وړاندې د مبارزې وړتیا ستونزمنه کوي. که درملنه یې ونشي، دا ویروس ماشوم ته د امیندوارې پر مهال، د زیږون پر وخت، یا د شیدو ورکولو له لارې انتقال کېدی شي. د امیندوارې پر مهال درملنه د HIV ماشوم ته د انتقال امکان په ډېر کچه کموي، له 1 له 4 (25%) څخه تر لږ تر لږه 4 له 1,000 (0.4%) پورې. ماشوم ته هم د زیږون پر وخت درمل ورکول کیدی شي ترڅو د انتان د رامنځته کېدو امکان کم شي.
د سفلس ناروغي
سفلس یوه انتاني ناروغي ده چې د نه خوندي کیدونکې جنسي اړیکو له لارې خپریږي. دا ناروغي د امیندوارې پر مهال ماشوم ته انتقال کېدی شي. که د امیندوارې پر مهال درملنه ونشي، نو ماشوم لپاره جدي روغتیایي او پرمختیايي ستونزې رامنځته کولې شي. دا ناروغي د ماشوم د ضایع کېدو یا د مړه زیږېدنې ستونزه هم رامنځته کولې شي. د امیندوارې پر مهال درملنه د دې امکان کموي چې ماشوم انتان ولري.
د ناروغي د معلومولو ازموینه
وینه د ستاسو له رګ څخه اخیستل کېږي، معمولاً د لاس له رګ څخه.

د وینې نمونه اخیستل کېږي
د دې وینې لږه اندازه په لابراتوار کې ساتل کېږي. دا د ازموینو لپاره کارېدلی شي که تاسو په امیندوارې کې د نورو انتاناتو یا پوستکي د خارښت نښې ښکاره شي.
د ازموینې د ترسره کېدو په وخت کې خونديتوب
د دې ازموینې په لرلو سره هیڅ ډول خطرونه شتون نه لري.
د ناروغي د معلومولو معاينه ستاسو خپل انتخاب دې
دا دې ازموینې په کلکه توګه سپارښتنه کېږي. دا ستاسو د امیندوارې پر مهال روغتیا ساتي او د سمدستي درملنې او پاملرنې چمتو کوي. همدارنګه، د دې امکان په ډېر کچه هم کموي چې انتان ماشوم، ملګری یا د کورنۍ نور غړي ته انتقال شي.
د ازموینې نه ترسره کول
که تاسو پرېکړه وکړئ چې ازموینه ترسره نکړئ، نو د امیندوارې په وروسته پړاو کې به تاسو ته بیا د ناروغي د معلومولو معاينې فرصت وړاندې شي، په غوره توګه تر 20 اونیو پورې. تاسو به هڅونه کېږي چې د ازموینې په اړه خپلې اندېښنې د مور او ماشوم د ناروغي د معلومولو معاينې ډلې یا د جنسي روغتیا ډلې یوه غړي سره خبرې وکړئ.
که تاسو پرېکړه وکړئ چې له یو څخه بل ته انتقال کیدونکې ناروغیو د معلومولو ازموینه ترسره نکړئ، موږ به دا ثبت کړو. دا ځکه چې Nحص انګلستان غواړي وګوري څو کسان پرېکړه کوي چې د ناروغي د معلومولو معاينه ترسره نکړئ. د دې پوهه به د مور او ماشوم د امیندوارې پایلو ښه کولو کې مرسته وکړي.
منفي پایلې درلودل
منفي پایله دا معنی لري چې کله ستاسو د وینې نمونه اخیستل شوې وه، تاسو منفي پایلې درلودې. بیا هم د امیندوارې په کوم پړاو کې د انتان امکان شتون لرلې شي.
که تاسو کې نښې نښانې رامنځته شي یا فکر کوئ چې بیا ازموینې ته اړتیا لرئ ژر تر ژره له خپل نرسې یا عمومي ډاکټر سره خبرې وکړئ.
تاسو او ستاسو د ملګری هر وخت ازموینه کېدی شئ او د سیمې د جنسي روغتیا خدماتو ته هر وخت لاسرسی لرلې شي. موږ سپارښتنه کوو چې که تاسو لاندې حالتونه کوم یو ولرئ بیا ازموینه ترسره کړئ:
- که خپل جنسي ملګری بدل کړي
- که ستاسو ملګری له نورو خلکو سره جنسي اړیکې لري
- که یو ملګری لري چا کې چې د یوې جنسي انتقال کیدونکې ناروغۍ (STI)تشخیص موندل شوې
- که تاسو د تفریحي موادو نشه یي توکو تزریق کوئ
- جنسي کار کوونکی یاست.
مثبت پایلې درلودل
د HIV ناروغي
که تاسو د HIV ناروغي لري، درملنه او پوهه لرونکې روغتیایي پاملرنه کوونکې ماشوم ته انتقال کېدو امکان په ډېره کچه کمولې شي. په عمومې توګه سپارښتنه کېږي چې شیدې ورکولو څخه ډډه وکړي، خو، دا دې مرسته کېدی شي که تاسو د HIVښه درملنه ترلاسه کوئ. تاسو باید د دې په اړه له خپل روغتیایي ډلې سره خبرې وکړئ.
د هپاتایټس B ناروغي
که تاسو د هپاتایټس B ناروغي لري، نو دا مهمه ده چې پوهه لرونکې ډلې ستاسو روغتیا د زیږون مخکې او وروسته وڅاري. ستاسو ملګری، نور ماشومانو او نږدې د کورنۍ غړو ته هم د ازموینه او واکسین ترلاسه کولو سپارښتنه کېږي.
ستاسو ماشوم د زیږون پر مهال د ستاسو د وینې سره تماس لرلې شي. د همدې له امله، ویروس هغوې ته انتقال کېدی شي.
له همدې امله ډېر مهمه ده چې ستاسو ماشوم ټول 6 سپارښتل شوي د هپاتایټس B واکسینونه په سم وختونو کې ترلاسه کړي. دا د دې امکان له 9 له10 (90%) څخه تر 1 له10 (10%) پورې کموي چې ماشوم اوږدمهاله هپاتایټس B ناروغي باندې اخته شي، د خپل عمومي ډاکټر، نرس یا روغتیایي لېدونکي سره په دې اړه خبرې وکړئ. واکسینونه باید په لاندې وختونو کې ورکړل کېږي:
- د زیږون په 24 ساعتونو کې
- د 4 اونیو په عمر کې
- په 8، 12 او 16 اونیو په عمر کې (د ماشومانو د معمول واکسین جدول په برخه کې)
- د 18 میاشتې په عمر کې
ستاسو ماشوم د خپل لومړي واکسین سره یو وخت د وینې ازموینه او د انټي باډي انجیکشن (د هپاتایټس B ایمونوګلوبین) ته هم اړتیا لرلې شي.
ستاسو ماشوم به د خپل وروستي واکسین په وخت هم د وینې ازموینه ترسره کړي. دا د 12 څخه تر 18 میاشتو پورې په عمر کې ترسره کېږي. هدف یې دا دی چې وګوري ایا انتان مخنیوی شوی دی.
د سفلس ناروغي
که تاسو د سفلس ناروغي ولرئ، نو د پوهه لرونکې جنسي روغتیا ډلې ته راجع کول اړین دي. درملنه په عمومې ډول د انټي بیوټیکونو په کورس سره ترسره کېږي. که تاسو یې واخلئ، دا ستاسو ماشوم لپاره خوندي دي. دا ډله به همدارنګه ستاسو د ملګری ازموينه ترسره کوې ترڅو وګوري چې ایا هغوی درملنې ته اړتیا لري.
که ستاسو د امیندوارې پر مهال د سفلس ناروغي درملنې ته اړتیا وي، نو ستاسو ماشوم به د زیږون وروسته معاینه او د وینې ازموینې ته اړتیا ولري. دوی انټي بیوټیک ته هم اړتیا لرلي شي. ستاسو ماشوم به د 3 میاشتو په عمر کې د بیا کتنې لېدنې ته اړتیا لري. دا د دې لپاره ترسره کېږي چې ډاډ ترلاسه شي چې په ماشوم کې د انتان کومې نښې شتون نه لري.
د خپل پایلو په اړه معلومات ترلاسه کول
که ستاسو پایله منفي وي نو ستاسو نرسه به له تاسو سره په دې اړه خبرې وکړي. دا به د راتلونکي د امیندوارې معاینې په وخت یا مخکې شاوخوا د 16 اونیو په عمر کې ترسره شي. دا به هم ستاسو په روغتیایي یادښتونو کې ثبت کېږي.
که ستاسو د HIV، هپاتایټس B یا سفلس ناروغیو ازموینه مثبت وي، نو یو پوهه لرونکې نرسه به له تاسو سره تماس ونیسي. دوی به د پایلې د ترلاسه کېدو له 5 ورځو دننه لېدنه ترتیب کړي. دوی به د پایلو په اړه تاسو سره خبرې وکړي، نورې ازموینې ترسره کړي او ستاسو د پاملرنې پلان درسره جوړ کړي.
د ملاتړ ډلو په اړه نور معلومات او تفصیل په NHS.UK ویب پاڼه کې ومومئ.