11 فزيکي روغتیایي ستونزې (د 20 مې اوونۍ پرمهال ترسره کیدونکې معاينه) (Pashto)
تازه شوی 3 June 2026
Applies to England
دا لنډه ویډیو د امېدوارۍ پر مهال د 11 فزيکي روغتیایي ستونزو د ناروغي د معلومولو معاينې په اړه څرګنده وي.
11 فزيکي روغتیایي ستونزې (د 20 مې اوونۍ پرمهال ترسره کیدونکې معاينه)
د ناروغي د معلومولو معاينې موخې
دا معاينه د امېدوارۍ د 18مې او 20مې اوونۍ تر منځ له شپږو اضافي ورځو سره ترسره کېږي. دې ته په عمومې ډول د امېدوارۍ د 20مې اوونۍ د ناروغي د معلومولو معاينه ویل کېږي.
دا معاينه ستاسو په ماشوم کې د 11 بېلابېلو روغتیایي ستونزو په اړه ګورې. په دې کې هر هغه څه نشي موندل کیدې کوم چې ناسمه کیدلې شي.
دا دې روغتیایي ستونزو په اړه معلومات
دا معاينه به ستاسو د ماشومانو د دماغو، مخ، زړه، هډوکو، ملا تیر، نس (خېټې) او پښتورګو تفصيلي معاینه ترسره کوي.
په ډېرو حالاتو کې معاينه به ښايي چې ستاسو ماشوم د تمې سره سم وده کوونکې ښکاري. مګر، ځینې وختونه کومه طبي ستونزه موندل یا ګمان پرې کېږي. ځینې شیان د نورو په پرتله ډېر روښانه لېدل کیدې شي. د بېلګې په توګه، ځينې ماشومان یو روغتیایي ستونزې لري چې د ماشوم شا په بشپړ ډول نه جوړېدلو طبي ستونزه بلل کېږي، کوم چې د ملا تیر اغېزمنوي.
د ماشوم شا په بشپړ ډول نه جوړېدلو طبي ستونزه په عمومې ډول په معاينه کې په روښانه ډول لېدلی کېدل شي. نږدې په 10 کې 9 ماشومان (90%) څوک چې دا روغتیایي ستونزه لري، دا ستونزه به د معاينې له لارې موندل کېږي.
د زړه ستونزې موندل ډېر ستونزمن وي. معاينه به په هغو ماشومانو کې په نیمایي ډول (50%) ومومي چې د زړه ستونزې لري.
ځینې هغه روغتیایي ستونزې چې په معاينه کې لیدلې کېدی شي، معنا لري چې ماشوم به د زیږون وروسته درملنې یا جراحي ته اړتیا لري (د بېلګې په توګه، د شونډې پرېوالی). په لږ شمېر پېښو کې، ځینې ډېر جدي روغتیایي ستونزې موندل کېږي. د بېلګې په توګه، چې د ماشوم دماغو، پښتورګو، دننه غړو یا هډوکو په سمه توګه وده نه ده کړي. په ځینو ډېر جدي او نادرو پېښو کې، چې هیڅ درملنه ممکنه نه وي، ماشوم به ډیر ژر د زیږون وروسته یا د امېدوارۍ په وخت کې مړ شي.
په NHS.UK ویب پاڼه کې د دې معاينې پر مهال د کتنې اصلي روغتیایي ستونزو په اړه نور تفصيلي معلومات شتون لري.
د ناروغي د معلومولو ازموینه
ډېرې معاينې د ځانګړې روزل شوې ډلې لخوا ترسره کېږي کوم ته چې سونګرافرز ویل کېږي.
ستاسو د ماشوم روښانه انځورونه ترلاسه کولو لپاره، معاينه په لږ رڼا لرونکي خونه کې ترسره کېږي. سونګرافر ممکنه اړتیا ولري چې سکرين په مستقیم ډول د ځان مخې ته وساتي یا په یوه زاويه کې یې ترتیب کړي.
-
له تاسو څخه به وغوښتلې شي چې په بستر کې څملې.
-
له تاسو څخه به غوښتنه کېږي چې خپل کمیس تر سینې پورې پورته کړئ او خپله لمن یا پتلون تر کمر پورې ښکته کړئ.
-
د الټراساؤنډ جیل څخه د ساتنې لپاره نرۍ کاغذ ستاسو د جامو دڼه ایښودل کېږي. جیل ستاسو په نس (خېټه) باندې ایښودل کېږي. جیل ممکنه یخ وي.
-
سونګرافر د لاس سره نیول کېدونکی آله چې ورته پروب ویل کېږي، د ستاسو په نس (خېټه) باندې حرکتوي ترڅو ستاسو د ماشوم بدن په دقت سره معاینه کړي. جیل یقیني کوي چې د پروب او ستاسو د پوستکي تر منځ ښه تماس وي.
په معمومې ډول د لیدنې وخت نږدې تر 30 دقیقې پورې وخت نیسي.
د معاينې ترسره کول درد نه لري. مګر سونګرافر د ماشوم روښانه انځورونه ترلاسه کولو لپاره پروب ته په نرمۍ سره پر ستاسو نس باندې فشار ورکولې شي. دا لږ نا آرامه کېدی شي. وروسته به د الټراساؤنډ په سکرین باندې ستاسو د ماشوم تور او سپین انځور ښکاره شي.
سونګرافَر ممکنه د سکین ترسره کولو په وخت کې چوپ پاتې شي. دا د هغوی لپار مهه ده چې خپل د تمرکز کولو وړتیا ولرې ترڅو د لوړ کیفیت سکین ترسره کړي.
د ستاسو معاينې ترسره کولو پر مهال سونګرافر د ادارې بل کارکوونکي څخه د دویم نظر غوښتنه کولې شې.
ځینې وختونه ستاسو د ماشوم روښانه انځور ترلاسه کول ستونزمن وي. دا ځکه کېدی شي چې ستاسو ماشوم په ناوړه موقعیت کې پروت وي، یا ستاسو وزن د عادي څخه لوړ وي. دا پدې معنا نه لري چې کومې اندېښنې په اړه به ستونزه ولرې.
که داسې پېښه شي، تاسو ته به د امېدوارۍ د 23 مې اوونۍ پورې دویمه معاينه وړاندې کېږي. سونګرافر به هڅه کوي چې په راتلونکي لیدنه کې معاينه بشپړه کړي، خو دا تل ممکنه نه وي.
ډېر لږ وخت، دا دویمه معاينه نشي بشپړ کېدی. که داسې پېښه شي، تاسو ته به بله د ناروغي د معلومولو معاينه نه وړاندې کېږي. ستاسو د ماشوم د زیږون وروسته فزیکي معاينه به ترسره کېږي.
ستاسو د ماشوم جنس معلومول د دې معاينې هدف نه دی، خو اکثره روغتونونه به تاسو ته ووایي که دا په اسانۍ سره لیدل کېدی شي. که چېرې ستاسو د ماشوم جنس ونه لیدل شي، تاسو ته به بله معاينه نه وړاندې کېږي.
کله چې تاسو د معاينې لېدنې لپاره راځئ، تاسو بشپړ مثانې لرلو ته اړتیا لرلي شي. دا باید د لېدنې د ټاکلو پر مهال روښانه شي. که تاسو ډاډمن نه یاست، تاسو له روغتون سره اړیکه نیولې شي.
تاسو د لېدنې پر مهال یو څوک د ځان سره راوستل خوښولئ شي. ډېر روغتونونه ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې د معاينې ترسره کېدو په وخت کې شتون ولري. مهرباني وکړئ د خپل لېدنې مخکې له روغتون څخه د دې په اړه پوښتنه وکړئ.
د ازموینې د ترسره کېدو په وخت کې خونديتوب
تاسو یا ستاسو ماشوم لپاره د الټراساؤنډ معاينې ترسره کولو په وخت کې کوم پېژندل شوی خطر شتون نلري. دا مهمه ده چې په دقت سره فکر وکړئ چې معاينه ترسره کول غواړئ که نه. معاينه داسې معلومات وړاندې کولې شي کوم چې دا معنا لرې چې تاسو نورې مهمې پریکړې وکړئ. د بېلګې په توګه، تاسو ته نورې ازموينې وړاندي کېدی شي کوم چې د حمل له لاسه ورکولو خطر لري.
د ناروغي د معلومولو معاينه ستاسو خپل انتخاب دې
تاسو اړ نه یاست چې معاينه ترسره کړئ. ځینې خلک غواړي چې پوه شي چې ایا د دوی ماشوم د 11 فزیکي روغتیایي ستونزو څخه کوم یو لري او ځینې خلک نه غواړي.
که تاسو انتخاب وکړئ چې دا معاينه ترسره کړئ، تاسو د پایلو پر بنسټ مهمې شخصي پریکړې کولو ته اړتیا لرلې شي. هر څه چې تاسو پرېکړه وکړئ، تاسو به د خپل روغتیايي ډلې لخوا ملاتړ کېږي.
د ازموینې نه ترسره کول
که تاسو انتخاب وکړئ چې معاينه ترسره نه کړئ، تاسو لا هم د خپلې معمول امېدواري پاملرنې ټولې نورې برخې ترلاسه کولې شئ.
د ازموینې احتمالي پایلې
په ډېرو پېښو کې، معاينه به ښايي چې ستاسو ماشوم د وده کوونکې په توګه ښکاري لکه څنګه چې تمه کیږي او د هغو 11 فزیکي روغتیایي ستونزو څخه کوم یو نلري چې لپاره یې معاينه ترسره شوې ده.
تاسو ته به تل ویل کېږي که د معاينې پر مهال کومه غیر متوقع ستونزه موندل شي.
په معاينې کې ټول روغتیایي ستونزې نشې موندل کېدی. تل احتمال شتون لري چې ماشوم د داسې حالت سره زیږیدلی وي چې په معاينه کې نشې لېدل کېدی.
نورې ازموينې
تاسو ته بله ازموينه وړاندي کېدی شي ترڅو په ډاډ سره وپېژندل شي چې ایا ستاسو ماشوم د کوم یو بل ستونزې سره مخ دی.
که تاسو ته نورې ازموينې وړاندي شي، تاسو ته به د هغوی په اړه نور معلومات درکړل کېږي ترڅو تاسو پرېکړه وکړئ چې ایا تاسو دا ترسره کول غواړئ که نه. تاسو به دا دې په اړه د خپلې نرسې یا مشاور سره د بحث کولو وړتیا درلودې. که اړتیا ولري، تاسو به یوې متخصصې ته راجع کړل شئ، ممکنه په بل روغتون کې.
د خپل پایلو په اړه معلومات ترلاسه کول
سونګرافر به تاسو ته د سکین پایلې په هماغه وخت کې د ویلو وړتیا درلودې.
د 20 اونیو الټراساونډ معاينې په اړه نور معلومات وګورئ.