لارښود

د پناه غوښتونکو خلکو لپاره فزیکي او رواني روغتیا ملاتړ شتون لر ي (accessible)

تازه شوی 11 February 2025

دا د چا لپاره دی؟

دا سند د هغو پناه غوښتونکو لپاره دی چې د خپل فزیکي یا رواني روغتیا په اړه اندیښنه لري.

زه کوم روغتیایی پاملرنه ترلاسه کولی شم؟

د روغتیا ملي خدمت (NHS) د حکومت لخوا تمویل شوی روغتیایي خدمت دی چې هرڅوک په انګلستان کې ژوند کوي پرته له دې چې د خدماتو بشپړ لګښت تادیه کړي ګټه ترې واخلي. تاسو مستحق ګڼل کېږئ چې د لګښت پرته یو عمومي ډاکټر (GP) وګورئ او NHS خدمتونو چمتو کوونکي روغتون پاملرنه ترلاسه کړئ . تاسو ممکن د وړیا یا په ټيټه بیه د درملو مستحق شئ. نور معلومات شتون لري په: NHS entitlements: migrant health guide - GOV.UK (www.gov.uk).

آیا د روغتیا پاملرنې ملاتړ زما د پناه غوښتنې مطالبه اغیزه کوي؟

ستاسې غوښتنه به د کومې ناروغئ‌ یا د کومې درملنې په واسطه چې تاسو یې تر لاسه په منفي توګه اغېزمنه نشي.

 ## د کورنیو چارو وزارت (Home Office) نقش

د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو سره د پناه غوښتنې پروسې پورې اړوند مسلو کې مرسته کوي. روغتیایی مسایل چې د کورنیو چارو وزارت سره شریک شوي کیدای شي د پناه غوښتنې د مطالبو پروسس کولو او د استوګنې اړتیاو ارزولو په وخت کې په پام کې ونیول شي. د کورنیو چارو وزارت فزیکي یا رواني روغتیا ملاتړ نه کوي.

د مهاجرینو د مرستې رول

د مهاجرینو مرسته د استوګنې او مالي ملاتړ پورې اړوند مسلو سره مرسته کوي -د پناه غوښتنې مشوره او لارښود | د مهاجرینو مرسته (migranthelpuk.org)(خلاص 24/7/365): 503 8010 0808

اضافي خدمتونه

: د لته د نورو خدمتونو یو لیست شته،‌ د غېر دولتي ادارو څخه، کوم چې پناه غوښتونکو ته معلومات او ملاتړ وړاندې کوي. تاسو کولی شئ د یو ژباړونکي غوښتنه وکړئ چې خدمتونو ته لاسرسي کې درسره مرسته وکړي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې سازمانونو سره په اړیکه کې شئ.

د کډوالو شورا (The Refugee Council)

د کډوالو شورا د هغو خلکو سره کار کوي چې په انګلستان کې د پناه غوښتنې په لټه کې دي.The Refugee Council  https://www.refugeecouncil.org.uk/ مشوره، معالجوي او عملي ملاتړ وړاندې کوی کوي ترڅو د خلکو ځای پر ځای کېدو کې مرسته وکړي. دوی د هغو ماشومانو سره کار کولو کې هم تخصص لري چې یوازې انګلستان ته راځي.

د Infoline وړیا تلیفون 7272 196 0808 ته زنګ ووهئ (دوشنبه او پنجشنبه د سهار له 9:30 څخه تر 12:30 بجو پورې.) جلا شوي ماشومانو سره په وړیا تلیفون 0808 175 3499 (دوشنبه – جمعه د سهار له 8:30 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې) اړیکه ونیسئ.

‘My View’ــ د ماشومانو خدمت

My Viewد ماشومانو د درملنې خدمت د ځوانانو لپاره یو خوندي، محرم ځای دی چې د خبرو اترو، انفرادي تخلیقي کار، یا ډله ایز درملنې ملاتړ له لارې د هوساینې ملاتړ ته لاسرسې ولري.

د هېواد په بیلابیلو برخو کې دغه خدمت وړاندې کیږي. مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره زموږ ویب پاڼه وګورئ:

[https://www.refugeecouncil.org.uk/get-support/services/my-view-childrens-therapy//] (https://www.refugeecouncil.org.uk/get-support/services/my-view-childrens-therapy/)

Every Mind Matters Loneliness

د یوازیتوب کمولو لپاره عملي مشورې او لارښوونې وړاندې کوي، او د ملاتړ کونکو سازمانونو په اړه توضیحات ورکوي.

ویبسايټ: https://www.nhs.uk/every-mind-matters/lifes-challenges/loneliness

د برتانیه سور صلییب (British Red Cross)

د برتانیې سره صلیب بیړنۍ مرستې، یو له بل څخه ملاتړ او د قضیې کار او د کورنیو سره بیا یوځای کولو کې مرسته کوي.

د برتانیا سره صلیب د کډوالۍ توصیه نه کوي. د برتانیې سره صلیب د انګلستان په کچه خدمت دی.

د نورو معلوماتو لپاره خپل سیمه ایز دفتر سره اړیکه ونیسئ:

https://www.redcross.org.uk/get-help/get-help-as-a-refugee/contact-your-local-refugee-service

د Barnardo

د Barnardo ( https://www.barnardos.org.uk/get-help) موخه یې د ماشومانو، ځوانانو، والدینو او پالونکو ملاتړ کول دي.

دوئ وړاندې کوي:

  • د کډواول د ملاتړ خدمت:‌ کونۍ د سیمیزو خدمتونو سره نښلوي
  • د استوګنی خدمت څخه ملاتړ کوي‌( شمالي ایرلینډ) د بې سرپرسته ځوانانو لپاره - (د 16-21 کلن عمر)
  • د کورنۍ هوساینې خدمتونه: (Cardiff) د پناه غوښتونکو کورنیو سره مرسته کوي. د کورنیو د بیا یو ځای کېدو ادغام خدمت (Birmingham/Glasgow)
  • دBoloh د مرستې لیکه: (د 18کالو څخه پورته لویانو لپاره) مشوره، لارښوونه کول، احساساتي ملاتړ، او د تکړه ډاکټرانو لخوا درملنه. د درملنې ناستې کیدلای شي د لرې ځای څخه د ټیلیفون له لارې یا په آنلاین بڼه دلته ترسره شي: https://helpline.barnardos.org.uk/

نور خدمتونه

د کورنی ناوړه ګټه اخیستنې د مرستې ټلیفوني خدمات (Domestic Abuse Helplines)

  • انګلستان ـــ د کډوالۍ وړیا تلیفون 24 ساعته د کورني ناوړه ګټه اخیستنې ملي مرستې لاین؛ 247 2000 0808

د ژوندی خبرو اترو خدمت، دوشنبه - جمعه، د ماسپښین 3-10 بجو پوری  https://www.nationaldahelpline.org.uk/Chat-to-us-online

  • Wales ـ Live Fear Free د مرستې لیکه; 800 10 80 0808
  • سکاټلنډ ـ د سکاټلینډ کورني ناوړه ګټه اخیستنه او جبري واده د مرستې لاین; 1234 027 0800
  • شمالي آیرلینډ - د میرمنو مرستې شمالي ایرلینډ؛ 1414 802 0808
  • نارینه - د نارینه وو د مشورې لیکه؛ 8010327 0808
  • Galop (LGBTQI) https://galop.org.uk/ ; اړیکه ونیسئ 5428 999 0800

د چټک غبرګون خدمت (Emergency Response Service)

  • 999 یا 112 ته زنګ ووهئ که چیرې څوک جدي ناروغ یا ټپي وي او ژوند یې له خطر سره مخ وي
  • د ژوند نه ګواښوونکي طبي مرستې لپاره 111 ته زنګ ووهئ

د ځان وژنې مخنیوي مرستې ټیلیفوني لاینونه

د NHS 111 بحران رواني روغتیايي ملاتړ

NHS د یو ټیلفون کرښي له لارې د رواني روغتیا بحران ملاتړ 24/7 کڅوړې ته لاسرسی وړاندي کوي.

https://www.nhs.uk/nhs-services/mental-health-services/where-to-get-urgent-help-for-mental-health/

له شکنجې څخه خلاصون (Freedom from Torture)

د شکنجې څخه د خلاصون مرکزونه په لندن، برمینګهم، نیوکاسل، مانچسټر او ګلاسګو کې شتون لري

په انګلستان کې د شکنجې څخه د ژوندي پاتې شویو لپاره دوی چمتو کوي:

  • د ټراماتیک وروسته پیچلي فشار اختلال (PTSD) ، اضطراب ، تشویش او نورو ستونزو درملنې لپاره په انفرادي او ګروپي توګه درملنه
  • ګروپي او تخلیقي فعالیتونه: باغ داري، موسیقي، هنر، فوټبال، او اشپزي
  • د فزیو تراپۍ په واسطه د روغتیا ارزونه او ددرد اداره کول.
  • د پناه غوښتنې د ادعاوو لپاره طبي-قانوني راپورونه چیرې چې ډاکټران د شکنجې اغیزې ارزوي:  https://www.freedomfromtorture.org/help-for-survivors/medico-legal-reports
  • حقوقي ملاتړ: د یو وکیل پیدا کول، د پناه غوښتنو په سیستم او د توقیف څخه د ازادیدو په سیستم پوهیدل
  • د کور، تعلیم، مالي ملاتړ، روغتیا، او ټولنیز پاملرنې سره مرسته

اړیکه ونیسئ: 7777 7697 020 ویبپاڼه:  https://www.freedomfromtorture.org/contact-us

د هیلین بامبر بنسټ (Helen Bamber Foundation)

هیلین بامبر بنسټ یوه تخصصي کلینیکي او د بشري حقونو خیریه موسسه ده چې د قاچاق، شکنجې، او د خورا انساني ظلمونو د نورو ډولونو څخه د ژوندي پاتې شویو سره کار کوي.

د دوی څو اړخیزه او کلینیکي ټیم د ژوندي پاتې شویو لپاره یوه بشپړه پاملرنه چمتو کوي چې پدې کې شامل دي:

  • د فزیکي او رواني ټپونو طبي-قانوني مستند کول
  • د شواهدو پر بنسټ متخصص معالجوي پاملرنه
  • طبي مشورتي خدمت
  • د قاچاق پر وړاندې د مبارزې پروګرام
  • د کور جوړولو او هوساینې مشوره
  • د قانوني خوندیتوب مشوره
  • د ټولنې د ادغام فعالیتونه او خدمات.

ویبپاڼه: https://www.helenbamber.org/refer

مایکرو رینبو(Micro Rainbow)

مایکرو رینبو د LGBTQI کډوالو او په انګلستان کې د پناه غوښتونکو خلکو ملاتړ کوي. د ادغام لپاره د مایکرو رینبو جامع چلند په دریو ستنو ولاړ دی: خوندي کور، ټولنیز شمولیت، او د کارموندنې ملاتړ. دا پروګرامونه ډاډ ورکوي چې LGBTQI کډوال نه یوازې خوندي دي بلکې د بشپړ او خپلواک ژوند کولو توان هم لري. دوي وړاندي کوي:

• په انګلستان کې د پناه غوښتونکو LGBTQI خلکو لپاره د خوندي کور او د کور مشورې.

• د LGBTQI کډوالو او پناه غوښتونکو خلکو لپاره د ټولنیز شمولیت فعالیتونه او پیښې.

• حرکت او د کارموندنې ملاتړ، د LGBTQI کډوالو سره د پناه غوښتونکي څخه کډوال ته د لیږد په برخه کې مرسته کول.

ویب پاڼه: https://microrainbow.org/. د مرستې شمېره: 0800 355851

د سکاټلنډ د کډوالو شورا (SRC) (خدمتونه یوازې په سکاټلنډ کې دي)

  • د کورني د حقونو خدمت:‌ د هغو کورنیو لپاره چې ماشومان لري، د واحد والدینو او امیندواره مېرمنو په ګډون.
  • د بې وزلۍ خدمت: د رد شویو پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې د (ARE (Appeal Rights Exhausted په نوم پیژندل کیږي.
  • د کډوالو د ادغام خدمت:‌ د هغو نویو مهاجرو ملاتړ کوي چې د پاتې کیدو لپاره هر ډول رخصتي ورکړل شوي.

د سلاکار سره د خبرو کولو او د ټولو خدماتو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ 0808 1967 274 ته زنګ ووهئ یا refugeesupport@scottishrefugeecouncil.org.uk  ته بریښنالیک واستوئ.

د وړیا تلیفون د مرستې لیکه: د کډوالو او پناه غوښتنې په اړه معلومات او مشوره 080 8196 7274.

زموږ وړیا مرسته د دوشنبه (سهار 9 بجې - ماښام 5 بجې)، سې شنبه (سهار 9 بجې - ماښام 5 بجې)، چهارشنبه (ماسپښین 2 بجې - ماښام 5 بجې)، پنجشنبه (سهار 9 بجې - ماښام 5 بجې)، او جمعه (سهار 9 بجې - ماښام 3 بجې) پرانیستې ده.

د کډوالو شورا (WRC) (خدمتونه یوازې په Wales کې دي

په ویلز کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مشوره، ملاتړ، وکالت او نښې نښانې. www.wrc.wales د کډوالو او پناه غوښتونکو مسلو په اړه د ملاقاتونو، معلوماتو او مشورې وړاندې کولو لپاره د وړیا ټیلفون مرستې:0808 196 7273 . دوی وړاندی کوي:

  • د ویلز د پناه غوښتنې خدمت: په ټوله ویلز کې د پناه غوښتنې د ادعاوو او د ټولو پناه غوښتونکو لپاره د پناه غوښتنې ملاتړ په اړه د قضیې کار او وکالت، په شمول د هغو کسانو لپاره چې د اپیل حقونه یې ختم شوي دي.

  • دوامدا خدمت  د نویو کډوالو د ادغام او انتقال ملاتړ کوي.
  • د عامه فنډونو ته د نه رسیدو شرایطو سره د مهاجرینو ملاتړ.
  • د ژباړونکي او ژباړې ملاتړ.
  • د کډوالو او پناه غوښتونکو د ماشومانو د لوبو پروژه.
  • د زده کړې او کارموندنې ملاتړ، په شمول د ESOL درسونه.
  • د رضاکارانه کار فرصتونه.
  • د بریښنايي e-visa ملاتړ ته لیږد.

په شمالي ایرلیند کې خدمتونه

د روغتیا پاملرنې، کور، کار او زده کړې ته لاسرسي په ګډون د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مشوره او ملاتړ شتون لري

ویپ پاڼه: https://www.nidirect.gov.uk/articles/asylum-seekers-and-refugees-help-and-advice

Doctors of the World

Doctors of the World د GP سره د راجستر کولو لپاره پناه غوښتونکو ته طبي ملاقاتونه، معلومات، او عملي ملاتړ یو ځل چمتو کوي. دوی یو کلینیک، د مشورې لیکه، د پوهاوي خدمتونه او د وکالت پروګرامونه پرمخ وړي.

0808 164 7686 ته زنګ ووهئ. ویب پاڼه:

https://www.doctorsoftheworld.org.uk/patient-clinic/

Refugee Action (د کډوالو اقدام)

د کډوالو اقدام د انګلستان په مختلفو برخو کې د کډوالو او پناغوښتونکو څخه ملاتړ کوي.‌
 https://www.refugee-action.org.uk/our-services/increasing-justice-tackling-poverty/

  • د پناه غوښتنې بحران (لندن، مانچسټر، ویسټ میډلینډز، براډفورډ (یوازې کورنۍ)): که تاسو پناه غوښتونکي یاست او استوګنې یا مرستې ته اړتیا لرئ یا ستاسو ملاتړ رد شوی یا لغوه شوی وي، نوموړی خدمت کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي.
  • د BRAVE پروژه (براډفورډ): د تجربې په اساس د ماهر کس لخوا رهبري‌ کیدونکی پروژه ده چې په براډفورډ کې د پناه غوښتونکو لپاره د ادغام او هوساینې فعالیتونو باندې تمرکز کوي. د دکډوالو په اقداماتو کې نوموړې پروژه په کورنیو باندې د ځانګړي تمرکز سره د خدمت د ټولو کاروونکو لپاره ده.‌
  • د هوساینې پروګرام: زموږ د هوساینې خدمت د سولیس سره په شراکت کې وړاندې کیږي، کوم چې د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره چې د صدمې نښې نښانې لري د یو په یو درملنې ترکیب دی (د سولیس معالج لخوا وړاندې کیږي) او همدارنګه د هغو کسانو لپاره د اونۍ د هوساینې ګروپ غونډه ده چې د اړتیا ټیټه کچه لري، یا څوک چې د یو په یو ملاتړ سربیره اضافي معلوماتو ته اړتیا لري.

  • د مهاجرت ملي مشورې خدمت NIAS :(NIAS) د کډوالۍ عمل کې یو نوی پیل شوی خدمت دی. دا د کډوالۍ مشوره او د قضیې کار ملاتړ او استازیتوب د هغو زیان منونکو خلکو لپاره چمتو کوي چې پناه غواړي او هغه مهاجرین چې د کډوالۍ عمل د پناه غوښتنې بحران خدماتو څخه ملاتړ ترلاسه کوي. دا خدمت د OISC کچې 3 پورې د کډوالۍ مشوره او د قضیې کار وړاندې کوي. مراجعین به په داخلي توګه د لندن، برمنګهم، مانچسټر او براډفورډ کې د بحران پناه غوښتنې خدماتو څخه راجع شي. دا خدمت به د براډفورډ څخه مستقیم راجعونه هم ترلاسه کړي.