Skip to main content
لارښود

د HPV پخپله ازموینې کڅوړې: څنګه به یې کاروئ (Hologic) (Pashto)

خپور شوی 24 August 2026

Applies to England

د HPV خپل ځان ازموینې کڅوړې غوښتنه کولو لپاره ستاسو مننه.

دا د HPV خپل ځان ازموینې کڅوړه یوازې ستاسو د کارونې لپاره دی او باید له بل چا سره شریک نه کړ شي یا د بل هچا لخوا و نه کارول شي.

مهرباني وکړئ په هغه لارښوونو عمل وکړئ چې ستاسو په کڅوړه کې ورکول شوې دي.

که تاسو اضافي کومک ته اړتیا لرئ (د بېلګې په توګه، د بدني یا زده کړې معلولیت له امله)، نو 0300 303 2724 ته زنګ ووهئ. 

خپله نمونه د خپلو جامو راتللو په جریان کې، د امیندوارۍ پرمهال، یا د امیندوارۍ یا نسایی جراحي په دریو میاشتو کې دننه مه اخلئ. 

که تاسو د خپل ځان ازموینې اخیستلو 3 ورځې مخکې د کوَس له لارې تخمدانونه، د کوَس له لارې د امیندوارۍ ضد درمل، کریمونه، مینځل، غوړ یا کنډوم کارولي وي نو خپله نمونه مه اخلئ. 

که تاسو د رحم د سرطان په اړه اندیښمنه یاست یا کومې نوي یا غیر معمولي نخښې نشانې لرئ نو خپله نمونه مه اخلئ، ژر تر ژره له خپل جي پي سره تماس ونیسئ. نخښې نښانې دا دي: 

  • د جنسي کوروالي په جریان کې یا وروسته، د حیض د دورو په مینځ کې، یا د شنډېلو (مینوپاز) وروسته وینه راتلل 

  • د جنسي کوروالي په جریان کې درد 

  • له کوَس څخه د مادې خارجیدل چې تر معمول ډېره مسته وي یا نابدله بوی ولري 

ترڅو چې دا نخښې نښانې و نه څیړل شي تر هغو د خپل ځان ازموینه مه کاروئ. 

د چمتو شوي واپسي لفافې په کارولو سره د خپل ځان ازموینې اخیستلو وروسته په 24 ساعتونو کې خپله ځاني ازموینه بیرته راستنه کړئ. 

که تاسو په 14 ورځو کې خپلې پایلې نه وي ترلاسه کړې، د خپلې ځان ازموینې په اړه پوښتنې لرئ، یا ستاسو کڅوړه خرابه شوې وي، نو 0300 303 2724 ته زنګ ووهئ.

د NHS د رحم د سکرینینګ پروګرام

پدې کڅوړه کې دا شامل دي

د خوندیتوب معلومات:

د ماشومانو له لاسه یې لرې وساتئ. د اخیستنې ټیوب کې مایع مه تېروئ. که چیرې مایع مو تیر شوی وي یا مو له سترګو سره ولګېږي، نو په اوبو یې ښه ومینځئ او د مشورې لپاره د NHS 111 یا له هیلت کیئر پروفیشنل (د روغتیايي پاملرنې مسلکي) سره تماس ونیسئ. که نخښې نښانې مو شدیدې وي یا تاسو اندیښمن یاست، نو بیړنۍ طبي مرسته وغواړئ.

مهم 

دا کټ د داسې موخې لپاره کارول کیږي چې د HPV ټیسټ جوړونکي له ټاکل شوي کارونې څخه توپیر لري (“له لیبل څخه بدل”). خو د دې دا معنی نه ده چې د HPV ازموینه ناخوندي یا بې باوره ده، بس دا هسې اصلي مشخص شوې لارې څخه په بل ډول کارول کیږي. پدې توګه، سواب په کلینیک کې نه، بلکه په کور کې د کارولو لپاره خلکو ته ورلیږل کیږي او لابراتوار د ځاني اخیستل شویو نمونو لپاره مناسبه پروسه کاروي.

تر پیلولو مخکې تاسو 

  • وګورئ چې په انځور کې ښودل شوي د کڅوړې ټول هغه توکي تاسو لرئ. که کوم شی ورک یا خراب شوی وي، نو کڅوړه مه کاروئ. په 0300 303 2724 مرستندویه کرښې ته زنګ ووهئ. 

  • مهرباني وکړئ خپل لاسونه تر خپلې ځاني ازموینې مخکې او وروسته په سابون او اوبو پرېمینځي. 

  • کله چې تاسو لارښوونې لوستې وي، بیا نو پخپله ځاني ازموینه به فقط څو دقیقې وخت ونیسي چې بشپړ شي.

1. لاسونه پرې مینځئ 

  • مهرباني وکړئ خپل لاسونه تر ځاني ازموینې مخکې او وروسته په سابون او اوبو پرې مینځئ.

2. اجزا لرې کړئ 

  • سواب او ټیوب له شفاف بهرني بسته بندۍ څخه جلا کړئ.

3. سر پوښ ورڅه ایسته کړئ 

  • له خپل ټیوب څخه سرپوښ ​​ایسته کړئ. پوښ او ټیوب دواړه په یوې هوارې سطح کې کښیږدئ. 

  • مایع پکښې شته او باید چي توی نه شي.

4. سواب ځیني راواخلئ 

  • د سواب کڅوړه په احتیاط سره پرانیزئ پرته خو چي نرم نوک یې لمس نه کړئ. 

  • د ځان ازموینې اخیستلو مخکې سواب د اخیستنې په ټیوب کې مه ږدئ.

5. د سواب نیول 

  • سواب پر تورې کرښې باندي ونیسئ، دا به باوري  کړي چې تاسو سواب تر ډیر لرې ننه نه باسئ. 

  • ډاډ ترلاسه کړئ چې سواب تر ځاني ازموینې اخیستلو مخکې له هیڅ شی سره و نه لګېږي. 

  • تاسو به په سواب باندې توره کرښه احساسولای شئ.

6. په آرامه اوسئ 

  • په آرامه موقعیت کې اوسئ، د مثال په توګه کله چې ټیمپون (لاړوکی) منډئ. 

  • تاسو کولی شئ د ځان ازموینې کڅوړه په ناسته، ولاړه یا ملاسته وکاروئ.

7. د منډلو لپاره چمتو اوسئ 

  • د خپلو پښو جلا کولو سره، په نرمۍ سره د خپل کوَس بهر پوټکی ویړ کړئ. 

  • څوکه د خپل لاندینۍ ملا په لور برابره وکړئ او ورو ورو د سواب څوکه 5 سانتي متره په خپل کوَس کې وردننه کړئ (تقریبا 2 انچه، یا ستاسو د شهادت ګوتې د لومړیو دوو بندونو  د اوږدوالی برابر). 

  • دا تر تورې کرښې را لاندې دی.

8. سواب دننه کړئ 

  • که سواب په اسانۍ سره نه ښوییږي، نو په نرمۍ سره یې وګرځوئ کله چې تاسو دننه پکې ږدئ. په تورې کرښې باندي خپلې ګوتې به تاسو له بېخي زیات دننه کولو څخه راګرځوي. 

  • د سواب اخري څوکې ته ستاسو له رحم سره لګېدلو ته اړتیا نشته. 

  • دا باید نا آرامه کوونکی نه وي مګر که چیري وي، نو دوام مه ورکوئ. مرستندویه کرښې ته په 0300 303 2724 زنګ ووهئ.

9. سواب په نرمۍ سره وګرځوئ 

  • د سواب ډکی له 10 – 30 ثانیو پوري په خپل کوَس کې دننه اړوئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې دا ستاسو د کوَس له دیوالونو سره لګېږي. 

  • په نرمۍ سره سواب راوباسئ.

10. سواب په ټیوب کې دننه کښېږي 

  • خپل سواب په ټیوب کې داسي کښېږدئ چي نرمه څوکه یې د ټیوب بېخ ته مخامخ وي. 

  • د ټیوب دننه هیڅ مایع مه تویوئ.

11. سواب په ټیوب کې دننه کړئ 

  • د ټیوب له ژۍ سره پر تورې کرښې باندي، سواب تر هغو پورې خم کړئ چې ټوټه شي. 

  • تاسو به په سواب باندې توره کرښه احساسولای شئ. 

  • سواب باید په ټیوب کې وي.

12. سر پوښ بیرته په ټیوب باندې ټینګ کړئ 

  • د ټیوب سرپوښ بیرته ورباندي ټینګ کړئ او ټیوب په بسته بندۍ کې واچوئ چي خوندي وساتل شي. 

  • که چیرې مایع توی شي، نو ځان ازموینه بیرته مه رالئږئ. مرستندویې کرښې ته په 0300 303 2724 زنګ ووهئ.

13. د لیبل بشپړول 

  • د قلم په کارولو سره، په هغه لیبل کې چې د SafeTPouch شاته چمتو شوی دی هغه نیټه ولیکئ په کومه چې تاسو د خپل ځان ازموینه اخیستې ده.

14. د خپلې اخیستنې ټیوب د پوست کولو لپاره چمتو کړئ 

  • ټیوب، چي سواب دننه پکښې وي، په خپل SafeTPouch کې واچوئ. 

  • ژیړه پټه ورڅخه ایسته کړئ او د مهر کولو لپاره په پورتنۍ برخه کې کات کړئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ټیوب دننه پکښې دی. 

  • د SafeTPouch په مخ لارښوونې موندلای شئ.

15. SafeTPouch په لفافه کې واچوئ 

  • SafeTPouch د واپسۍ لفافه کې واچوئ او مهر یې کړئ.

16. په پوسټ بکس کې یې واستوئ 

  • د خپل ځان د ازموینې اخیستو په 24 ساعتونو کې دننه پر برتانیا کې په کوم پوسټ بکس کې یې واستوئ.