د HPV پخپله ازموینې کڅوړې: څنګه به یې کاروئ (Copan) (Pashto)
خپور شوی 24 August 2026
Applies to England
د HPV خپل ځان ازموینې کڅوړې غوښتنه کولو لپاره ستاسو مننه.
دا د HPV خپل ځان ازموینې کڅوړه یوازې ستاسو د کارونې لپاره دی او باید له بل چا سره شریک نه کړ شي یا د بل هچا لخوا و نه کارول شي.
مهرباني وکړئ په هغه لارښوونو عمل وکړئ چې ستاسو په کڅوړه کې ورکول شوې دي.
که تاسو اضافي کومک ته اړتیا لرئ (د بېلګې په توګه، د بدني یا زده کړې معلولیت له امله)، نو 0300 303 2724 ته زنګ ووهئ.
خپله نمونه د خپلو جامو راتللو په جریان کې، د امیندوارۍ پرمهال، یا د امیندوارۍ یا نسایی جراحي په دریو میاشتو کې دننه مه اخلئ.
که تاسو د خپل ځان ازموینې اخیستلو 3 ورځې مخکې د کوَس له لارې تخمدانونه، د کوَس له لارې د امیندوارۍ ضد درمل، کریمونه، مینځل، غوړ یا کنډوم کارولي وي نو خپله نمونه مه اخلئ.
که تاسو د رحم د سرطان په اړه اندیښمنه یاست یا کومې نوي یا غیر معمولي نخښې نشانې لرئ نو خپله نمونه مه اخلئ، ژر تر ژره له خپل جي پي سره تماس ونیسئ. نخښې نښانې دا دي:
-
د جنسي کوروالي په جریان کې یا وروسته، د حیض د دورو په مینځ کې، یا د شنډېلو (مینوپاز) وروسته وینه راتلل
-
د جنسي کوروالي په جریان کې درد
-
له کوَس څخه د مادې خارجیدل چې تر معمول ډېره مسته وي یا نابدله بوی ولري
ترڅو چې دا نخښې نښانې و نه څیړل شي تر هغو د خپل ځان ازموینه مه کاروئ.
د چمتو شوي واپسي لفافې په کارولو سره د خپل ځان ازموینې اخیستلو وروسته په 24 ساعتونو کې خپله ځاني ازموینه بیرته راستنه کړئ.
که تاسو په 14 ورځو کې خپلې پایلې نه وي ترلاسه کړې، د خپلې ځان ازموینې په اړه پوښتنې لرئ، یا ستاسو کڅوړه خرابه شوې وي، نو 0300 303 2724 ته زنګ ووهئ.
د NHS د رحم د سکرینینګ پروګرام
1. پدې کڅوړه کې دا شامل دي
1.1 مهم
دا کټ د داسې موخې لپاره کارول کیږي چې د HPV ټیسټ جوړونکي له ټاکل شوي کارونې څخه توپیر لري (“له لیبل څخه بدل”). خو د دې دا معنی نه ده چې د HPV ازموینه ناخوندي یا بې باوره ده، بس دا هسې اصلي مشخص شوې لارې څخه په بل ډول کارول کیږي. پدې توګه، سواب په کلینیک کې نه، بلکه په کور کې د کارولو لپاره خلکو ته ورلیږل کیږي او لابراتوار د ځاني اخیستل شویو نمونو لپاره مناسبه پروسه کاروي.
2. تر پیلولو مخکې تاسو
-
وګورئ چې په انځور کې ښودل شوي د کڅوړې ټول هغه توکي تاسو لرئ. که کوم شی ورک یا خراب شوی وي، نو کڅوړه مه کاروئ. په 0300 303 2724 مرستندویه کرښې ته زنګ ووهئ.
-
مهرباني وکړئ خپل لاسونه تر خپلې ځاني ازموینې مخکې او وروسته په سابون او اوبو پرېمینځي.
-
کله چې تاسو لارښوونې لوستې وي، بیا نو پخپله ځاني ازموینه به فقط څو دقیقې وخت ونیسي چې بشپړ شي.
3. 1. لاسونه پرېمینځل
- مهرباني وکړئ خپل لاسونه تر خپلې ځاني ازموینې مخکې او وروسته په سابون او اوبو پرې مینځئ.
4. 2. سرپوښ ورڅخه ایسته کړئ
-
ټیوب (نچه) په یوه لاس کې ونیسئ او په بل لاس یې سرپوښ خلاص کړئ او له تیوب څخه یې ایسته کړئ.
-
ټیوب وساتئ. ځکه څي وروسته به ستاسو پکار وي.
5. 3. د سواب نیول
-
سواب پر سرې کرښې باندي ونیسئ، دا به دا کار باوري کړي چې تاسو سواب بېخي ډېر دننه و نه مندئ.
-
ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو د ځان ازموینې ترسره کولو مخکې سواب له بل هیڅ سره و نه لګېږي.
-
تاسو به وکولی شئ په سواب کې سره کرښه احساس کړئ.
6. 4. ځان ارام وساتئ
-
پخپله په آرامه حالت کې اوسئ، د بیلګې په توګه د ټیمپون (لاړوکي) منډلو په وخت کې.
-
تاسو کولی شئ د ځان آزموینې کټ په ناسته، ولاړه یا په ملاسته وکاروئ.
7. 5. د منډلو لپاره چمتو شئ
-
د خپلو پښو په ارتولو سره، د خپل کوَس بهرني پوستکي په نرمۍ سره ویړ کړئ.
-
څوکه یې د خپلې لاندینۍ ملا په لور برابر کړئ او سوکه سوکه د سواب سر په خپل کوَس کې تر 5 سانتي مترو پوري ومنډئ (تقریباً 2 انچه، یا ستاسو د اشارې ګوتۍ د لومړیو دوو بندونو د اوږدوالی په اندازه).
-
دا تر سرې کرښې را لاندې ده.
8. 6. سواب پکې دننه کړئ
-
که چیری سواب په اسانۍ سره نه ښوېږي، نو په نرمۍ سره یې وګرځوئ چي څرنګه یې تاسو دننه کوئ، پر سرې کرښې باندي ستاسو ګوتې به د بېخي زیات دننه کېدلو مخه ونیسي.
-
د سواب اخري څوکې ته ستاسو د رحم لمس کولو ته اړتیا نه لري.
-
دا باید نارامه کوونکی نه وي مګر که چیري نارامه کوونکی وي، نو دوام مه ورکوئ. مرستندویه کرښې ته په 0300 303 2724 زنګ ووهئ.
9. 7. سواب په نرمۍ سره وګرځوئ
-
د سواب ډکی تر 20 ثانیو پوري په خپل کوَس کې وګرځوئ.
-
سواب په نرمۍ سره راوباسئ.
10. 8. ټیوب ته سویب بیرته راستانه کړئ
-
د سواب ډکی بیرته په تیوب کې دننه کښېږدئ.
-
سرپوښ ته په تیوب باندې فشار ورکړئ ترڅو چې تاسو د هغه ټک احساس کړئ.
11. 9. د لیبل بشپړول
• د قلم په کارولو سره، په هغه لیبل کې چې د SafeTPouch شاته چمتو شوی دی هغه نیټه ولیکئ په کومه چې تاسو د خپل ځان ازموینه اخیستې ده.
12. 10. د خپلې اخیستنې ټیوب د پوست کولو لپاره چمتو کړئ
-
د خپلې اخیستنې ټیوب په خپل SafeTPouch کې واچوئ.
-
ژیړه پټه ورڅخه ایسته کړئ او د مهر کولو لپاره په پورتنۍ برخه کې کات کړئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ټیوب دننه پکښې دی.
-
د SafeTPouch په مخ لارښوونې موندلای شئ.
13. 11. SafeTPouch په لفافه کې واچوئ
- SafeTPouch د واپسۍ لفافه کې واچوئ او مهر یې کړئ.
14. 12. په پوسټ بکس کې پوسټ کړئ
- د خپل ځان د ازموینې اخیستو په 24 ساعتونو کې دننه پر برتانیا کې په کوم پوسټ بکس کې یې واستوئ.