د سینې سکرینینګ په اړه ستاسو لپاره د NHS لارښود (Pashto)
تازه شوی 14 May 2025
Applies to England
دغه لیفلټ د NHS د سینې سکرینینګ په اړه معلومات چمتو کوي چې ممکن تاسو لره ګټور وي. تاسو دا غوره کولای شئ چې ایا تاسو د سینې سکرینینګ کې برخه واخلئ که څرنګه.
NHS ولې د سینې سکرینینګ وړاندیز کوي
موږ د سکرینینګ وړاندیز کوو ځکه چې دا کولی شي د سینې له سرطان څخه ژوند وژغوري.
د سینې سکرینینګ کولی شي د سینې د سرطان نخښې په لومړني پړاو کې راپیدا کړي. موږ هغه بېخي کوچني سرطانونه ګورو چې ستاسو لپاره د احساسول یا لیدل ګران وي.
د سینې سرطان ژر موندل پدې معنی دي چې ستاسو درملنه ممکن ساده وي او ډیر احتمال لري چې اغیزمنه وي.
هغه څوک چې موږ د سینې سکرینینګ لپاره بلنه ورکوو
موږ ټولو میرمنو ته بلنه ورکوو چې د 50 او 53 کلونو ترمنځ د خپلې سینې سکرینینګ وکړي. بیا به تاسو ته هر 3 کاله وروسته بلنه درکول کېږي ترڅو چې تاسو 71 کلنه کېږئ. دا ځکه چې د سینې ډیری سرطانونه تر 50 کلونو پورته عمر لرونکو میرمنو کې وده کوي.
مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو جي پي سرجري ستاسو سم او تازه د د تماس جزیات لري چي موږ کولی شو تاسو ته بلنه درکړو. پدې کې ستاسو شامل دي:
- نوم
- د زیږون نیټه
- پته
- د موبایل تلیفون شمیره
- د بریښنالیک پته
که تاسو ټرانسجینڈر یا نان بائنری یعني نادوه جنسه د یاست او تاسو غواړئ چي د سینې سکرینینګ لپاره بلنه درکول شي، نو له خپلې جي پي سرجري سره خبرې وکړئ. هغوی کولی شي دا مشوره درکړي چې ایا تاسو کولی شئ د سینې سکرینینګ وکړي که نه. د ټرانسجینڈر او نان بائنری خلکو لپاره د سکرینینګ په اړه نور معلومات ومومئ دلته information on screening for transgender and non-binary people.
که تاسو 71 کلنه یاست یا تر دا زیات عمر لرئ، نو تاسو لاهم کولی شئ په هرو 3 کلونو کې د سینې سکرینینګ کول غوره کړئ، مګر تاسو ته به په اتوماتيک ډول بلنه نه درکول کیږي. د ملاقات لپاره، خپل سیمه ایز برېسټ سکرینینګ یونټ دلته find your local breast screening unit پیدا کړئ یا له خپلې جي پی سرجري څخه یې د تماس جزیات وغواړئ.
د سینې سرطان
د سینې سرطان هغه وخت پیښیږي کله چې په سینې کې حجرې په غیر نورماله توګه ځله ویشل او وده کول پیل کړي.
دا په برتانیا کې په میرمنو کې د سرطان ترټولو عام ډول دی. په هرو 7 میرمنو کې 1 ممکن په خپل ژوند کې د سینې سرطان ولري.
د سینې سرطان څومره جدي وي نو دا پدې پورې اړه لري چې سرطان څومره لوی دی او ایا سرطان خپور شوی هم دی که نه.
د سینې سرطان ژر لټون او غوره درملنې د سینې سرطان څخه د بهترې رغیدا او ژوندي پاتې کیدو لامل شوي دي.
د سینې سکرینینګ څنګه ترسره کېږي
ستاسو سیمه ایز سکرینینګ سروس به معمولا په روغتون کې وي یا کېدای شي په بل ځای کې د ګرځنده سکرینینګ یونټ وي.
د سینې سکرینینګ ستاسو د سینې د داخلي عکسونو اخیستلو لپاره د سینې ایکس رې کاروي چې میموګرام نومیږي. متخصصین به بیا ستاسو میموګرامونه ستاسو په سینې کې د هر ډول غیرنورمالو بدلونونو او نخښو معلومولو لپاره وګوري.
ډیری خلک به نورو ازموینو ته اړتیا ونلري ځکه چې د سینې سرطان نخښې نه لري.
که چیرې د سینې د سرطان احتمالي نښې شتون ولري، تاسو ممکن نورو ازموینو ته اړتیا ولرئ. ستاسو د سکرینینګ خدمت به تاسو ته د نورو ازموینو په اړه د بحث لپاره د ملاقات وړاندیز وکړي.
د سینې د معمول سکرینینګ مرحلې
ستاسو تر اپواینټمنټ مخکې
که تاسو اړتیا لرئ خپل ملاقات لغوه کړئ یا یې بدل کړئ نو تاسو باید له خپل سیمه ایز برېسټ سکرینینګ سروس سره تماس ونیسئ.
تر خپل اپواینټمنټ مخکې، مهرباني وکړئ دوی ته خبر ورکړئ که تاسو:
- د زده کړې معلولیت یا د ګرځېدا ستونزې لرئ او اضافي کومک ته اړتیا لرئ، لکه یو کېرر چې له تاسو سره راشي
- معلوماتو ته په بله بڼه یا بله ژبه اړتیا لرئ.
دا به ستاسو له سیمه ایز سکرینینګ سروس سره مرسته وکړي چې هغه بدلونونه وکړي چې تاسو ورته اړتیا لرئ. پدې کې ممکن د اوږده اپواینټمنت درلودل یا بل ځای ته تلل شامل وي.
تاسو باید خپل سکرینینګ سروس ته هم خبر ورکړئ که تاسو:
- د برېسټ امپلانټونه یعني په سینې کښې نصیب شوي توکي لرئ
- پیس میکر یعني د زړه آله یا کومه بله نصب شوې طبي آله لرئ
- امیندواره یاست یا شیدې ورکوئ
- دواړه سینې مو په جراحي سره لرې شوي دي (ماسټیکټومي مو کړې وي)
- د برېسټ کنسلټنټ یعني سینې مشاور تر څارنې لاندې دي
- په تیرو 6 میاشتو کې مو میموګرام ترسره شوی وي
ستاسو په اپواینټمنټ کې
یو متخصص چې میموګرافر نومیږي ستاسو میموګرامونه یعني د سینې معاینات ترسره کوي. میموګرافره به ښځینه وي. په هره مرحله کې چي څه پیښیږي دوی به یې درته تشریح کړي او تاسو کولی شئ هر هغه پوښتنه ورڅخه وپوښتئ چې تاسو یې لرئ.
د سینې سکرینینګ په جریان کې به، ستاسو د هرې سینې 2 میموګرامونه واخیستل شي.
-
تاسو ته به تر ملا پورې د ځان لوڅولو لپاره محرمیت درکړل شي.
-
میموګرافر به ستاسو سینې پر ایکس رې ماشین باندې په سمه توګه ځای په ځای کولو کې مرسته درسره وکړي. دوی به اړتیا ولري چې ستاسو سینې لمس کړي.
-
ماشین ستاسو پر سینې دومره فشار راوړي چي په خپل ځای کې وساتي. تاسو باید ارامه پاتې شئ. ځینو میرمنو ته دا نا آرامه یا دردناک وي. هر ډول تکلیف چي وي باید تر ډېرو دوام ونکړي. که تاسو احساس کوئ چې تاسو نشئ کولی دوام ورکړئ، نو تاسو کولی شئ د درولو غوښتنه یې وکړئ.
-
دوی به لومړی انځور له پورته خوا راواخلي او بیا به د همدغې سینې له اړخ څخه پروسه تکرار کړي.
-
دوی به بیا دا پروسه ستاسو پر بلې سینې باندي هم تکرار کړي.
هر میموګرام فقط یوڅو ثانیې وخت نیسي. اپواینټمنټ باید تر 30 دقیقو ډیر وخت ونه نیسي مګر ډیری وختونه تر دې هم چټک وي.
میموګرافر معمولا ستاسو د سینې روښانه انځورونه ستاسو په لومړي اپواینټمنټ کې ترلاسه کولی شي. کله نا کله، تاسو ممکن د ښه کیفیت عکسونو ترلاسه کولو لپاره د دوهم سکرینینګ اپواینټمنټ ته اړتیا ولرئ.

یوه ښځینه متخصصه چې میموګرافر یې بولي به ستاسو میموګرافر واخلي
په هغه ورځ عملي اشارې او لارښوونې
تاسو به اړتیا ولرئ چې تر ملا پورې جامې وباسئ، نو تاسو کېدلای داسې جامې اغوستل غوره کړئ چې دا کار درته اسان کړي، لکه پتلون یا لمنه او ټاپ یعني بالاتنه.
مهرباني وکړئ د اپواینټمنټ په ورځ د ډیوډرینټ یا تالکم پوډر مه کاروئ ځکه چې دا کولی شي ستاسو په پایله کې مداخله وکړي. که ستاسو په وس پوره وي، نو مهرباني وکړئ تر راتګ مخکې غاړګئ امېلونه او نیپل پيرسنګز یعني په تیانو پېیلې لښتۍ لرې کړئ.
که تاسو سهمېدلې یاست یا کومه پوښتنه لرئ نو تاسو کولی شئ له سینې سکرینینګ ټیم سره خبرې وکړئ. تاسو کولی شئ د اپواینټمنټ لپاره یو څوک هم له ځان سره راولئ، لکه ملګری، خپلوان یا کېرر. دوی به معمولا اړتیا ولري چې ستاسو د اپواینټمنټ په جریان کې د انتظار خونه کې پاتې شي.
د سینې سکرینینګ پایلې
تاسو باید د خپل سکرینینګ اپواینټمنټ څخه په 2 اونیو کې دننه خپلې پایلې ترلاسه کړئ. موږ به ستاسو پایلې ستاسو جي پي سرجري ته هم واستوو. ځینې وختونه ستاسو د پایلو ترلاسه کول ډیر وخت نیسي.
پایلې کېدلای شي 2 ډوله وي:
- فی الحال نورو ازموینو ته اړتیا نشته، یا
- نورو ازموینو ته اړتیا شته.
فی الحال نورو ازموینو ته اړتیا نشته
ډیری خلک (شاوخوا 96 کسان په 100 کې) دا پایله لري.
مانا دا چې موږ ستاسو په میموګرامونو کې د سینې سرطان هیڅ نخښه ونه موندله.
تاسو نورو ازموینو ته اړتیا نلرئ. که تاسو لاهم تر 71 کلونو کم عمر لرئ نو موږ به تاسو ته په 3 کلونو کې بیا د سینې سکرینینګ وړاندیز وکړو.
دا پایله تضمین نه کوي چې تاسو د سینې سرطان نلرئ یا په راتلونکي کې به ترته پیدا نه شي. مهرباني وکړئ ژر تر ژره له خپلې جي پي سرجري سره تماس ونیسئ که تاسو په خپلو سینو کې کوم غیر معمولي بدلونونه وګورئ.
نورو ازموینو ته اړتیا ده
د هر 100 خلکو چې د سینې سکرینینګ لري، 4 به یې نورو ازموینو ته اړتیا ولري.
دا اړینه نده چې تاسو د سینې سرطان لرئ. ډیری خلک چې نورو ازموینو ته اړتیا لري د سینې سرطان نلري.
تاسو به د سینې ارزونې اپواینټمنټ لپاره را وبلل شئ. که تاسو اندیښمنه یاست یا کومه پوښتنه لرئ، نو تاسو کولی شئ تر خپل اپواینټمنټ مخکې د تلیفون له لارې د سینې سکرینینګ نرس سره خبرې وکړئ. ستاسو د نورو ازموینو په بلنه کې به تاسو ته وویل چې څنګه ورسره تماس ونیسئ.
ستاسو په اپواینټمنټ کې به، یو متخصص درته تشریح کړي چې تاسو کومو ازموینو ته اړتیا لرئ.
پدې کې کیدی شي دا شامل وي:
- ستاسو د سینې فزیکي معاینه
- نور میموګرامونه
- ستاسو د سینې الټراساؤنډ سکینونه
- ستاسو د سینې څخه د بایوپسي په نوم یو کوچنی نمونه اخیستل
متخصص ټیم به تاسو ته ووایی چې کله او څنګه به تاسو خپلې پایلې ترلاسه کړئ، دا پدې پورې اړه لري چې کومې ازموینې ترسره شوې دي.
د هر 100 خلکو پایلې چې د سینې سکرینینګ یې ترسره کېږي
د هر 100 خلکو چې د سینې سکرینینګ ترسره کېږي، 96 نورو ازموینو ته اړتیا نلري او 4 به نورو ازموینو ته اړتیا ولري. له دې 4 کسانو څخه، 1 به یې د سینې سرطان تشخیص شي.
دا احصایې فقط د عمومي نفوس لپاره یو لارښود دی. ستاسو شخصي خطر به ستاسو د عمر او روغتیا پراساس وي.
د سینې سکرینینګ احتمالي خطرونه
د سینې سکرینینګ اصلي خطر دا دی چې دا ممکن یو داسی سرطان ومومي چې هیڅکله به یې زیان نه وي رسولی. دا ځکه چې موږ تل نه شو کولی وړاندوینه وکړو چې ایا دا سرطان به د ژوند ګواښونکی شي یا نه.
که موږ د سینې سرطان ومومو نو تاسو ته به درملنه وړاندې شي. دا پدې مانا ده چې تاسو ممکن د غیر ژوند ګواښونکي سرطان درملنه ترلاسه کړئ. که تاسو ته د درملنې وړاندیز وشي، متخصص ټیم به تاسو ته داسي اپشنونه یعني خوښې تشریح کړي چي له تاسو سره پریکړه کولو کې مرسته وکړي.
هیڅ سکرینینګ ازموینه 100% د باور وړ نه ده.
بېخي کم، سرطان ممکن له لیدلو ختا شي. په سکرینینګ کې تل هغه سرطان نه موندل کیږي چې موجود وي. ځینې وختونه سرطانونه په میموګرام کې نشي لیدل کیدی.
د سینې سرطان د سکرینینګ د اپواینټمنټونو ترمنځ وخت کې هم وده کولی شي. تاسو لاهم باید په منظم ډول خپلې سینې وګورئ او احساس یې کړئ، چي تاسو د هر ډول غیرنورمالو بدلونونو څخه خبر یاست. که تاسو فکر کوئ چې تاسو د سینې سرطان نښې لرئ نو مهرباني وکړئ ژرترژره له خلې جي پي سرجري سره تماس ونیسئ.
د میموګرام ترسره کول تاسو د ایکس رې یو شمېر وړانګو ته ښکاره کوي. دا ستاسو د ژوند په اوږدو کې بېخي کم د سرطان کیدو چانس زیاتوي. د NHS ماشینونه د هر خطر کمولو لپاره د وړانګو کم شمېر کاروي. څیړنې ښیې چې د سینې سکرینینګ عمومي ګټې له وړانګو سره د مخ کیدو تر خطرونو ډیرې دي.
د سینې سرطان نخښې
دا مهمه ده چې پوه شئ چې ستاسو سینې معمولا څرنګه ښکاري او احساس کوي، چي تاسو وپوهیږئ چې ستاسو لپاره څه نورمال دي. دا ستاسو په سینو کې د هر ډول بدلونونو لیدل اسانه کوي.
په ښځو کې د سینې سرطان نخښو نښانو کېدای شي دا شامل وي:
- ستاسو په تي، سینه یا تخرګ کې یوه غوټه یا پاړسوب
- ستاسو د تي په پوستکي کې بدلون، لکه د پنډوالی یا سوروالي (ځوانکه یا د پوستکي په رنګ کې بدلون ممکن په تور یا نسواري پوستکي یې لیدل ګران وي)
- د نارنجي پوستکي بڼه، چیرې چې پوستکی ممکن غوټ وي او سوري يې ډیر څرګند وي
- د یوه 1 یا دواړو تیانو په غټوالي یا بڼه کې بدلون
- د تي د سر بهېدل، چې ممکن وینه په کې وي
- ستاسو د نپل یعني د تي سر په شکل یا بڼه کې بدلون، لکه دا دننه خوا ته ننوتل (د نپل یعني د ټي سر برعکس) یا په هغې باندې د خارش راڅرګندېدل (چي ممکن د ایکزیما په څیر ښکاري).
ستاسو په سینه کې هسې درد معمولا د سینې سرطان نخښه نه وي. که تاسو په سینې یا تخرګ کې داسي درد یا تکلیف لرئ چې ټول وخت یا تقریبا ټول وخت وي، نو ښه به وي چې معاینه یې وکړئ.
که تاسو له دې نخښو څخه کومه یوه لرئ، نو مهرباني وکړئ ژر تر ژره له خپل جي پي سره خبرې وکړئ. د عاجل اپواینټمنټ لپاره د جي پي هرکلي ټیم څخه غوښتنه وکړئ. ان که تاسو پدې وروستیو کې د سینې سکرینینګ ترسره کړی وي بیاهم دا مهمه ده چې دا کار وکړئ.
څوک د سینې په سرطان د اخته کېدلو ډیر احتمال لري؟
کېدلای شي چي هر څوک د سینې په سرطان اخته شي، مګر تاسو ممکن د دې ډیر احتمال ولرئ که تاسو:
- تر 50 کلونو ډیر عمر لرئ
- د سینې ګاټه ټیشو ولرئ
- ستاسو په کورنۍ کې نور خلک د سینې یا زیلانځ په سرطان اخته شوي وي – تاسو ممکن یو ناسم جین په میراث اخیستی وي، لکه د BRCA غلط جین
- د سینې ځینې عوارض ولرئ، لکه د سینې نرمه ناروغي، ductal carcinoma یا lobular carcinoma in situ.
که ستاسو په کورنۍ کې د سینې یا زیلانځ سرطان وي، نو تاسو کولی شئ له خپل جي پی یا پرېکټس نرس سره خبرې وکړئ، او مشوره ورڅځه غواړئ.
په اونۍ کې تر 14 پیمانو زیاتو الکحلو له څښلو څخه په ډډه کولو او سم وزن ساتلو سره، تاسو کولی شئ د سینې سرطان خطر راکم کړئ.
کلینیکي آزموینې
کېدلای شي چي له تاسو څخه پوښتنه وشي چې ایا تاسو غواړئ په کلینیکي آزموینې کې برخه واخلئ. دا طبي څیړنیز مطالعات دي. هغه ټولې آزموینې چې تاسو ته وړاندیز کیږي د سکرینینګ ازموینو یا درملنې غوره ډولونو په اړه معلومات راټولوي چي موږ وکولی شو په راتلونکي کې خپل خدمات ښه کړو. دا په تاسو پوري اړه لري چې برخه واخلئ یا نه.
نور معلومات او ملاتړ
د سینې د معاینې په اړه د مشورې لپاره، تاسو کولی شئ له خپلې جي پي سرجري یا سیمه ایز برېسټ سکریننگ سروس سره تماس ونیسئ.
دا معلومات په بدیل بڼو کې شته This information is available in alternative formats، په شمول د نورو ژبو. دا په اسان لوست easy read کې هم شته.
په بلې بڼې د غوښتلو لپاره، تاسو کولی شئ 0300 311 2233 ته زنګ ووهئ یا england.contactus@nhs.net ته بریښنالیک واستوئ.
تاسو دا هم کولی شئ چي:
- د سینې د معاینې په اړه نور معلومات ومومئ information on breast screening
- د خپلې معاینې د څرنګوالي په اړه مشوره ومومئ advice on how to check your breasts
- د NHS د معاینې پروګرامونو په اړه د ټرانسجینڈر او نان بائنری خلکو لپاره معلومات ولولئ information for transgender and non-binary people
Breast Cancer Now هم د سینې روغتیا او د سینې د معاینې په اړه وړیا او محرم معلومات او ملاتړ وړاندې کوي. تاسو کولی شئ د دوی د مرستې کرښې ته په 0808 800 6000 تلیفون وکړئ. که تاسو د ژبې کومک ته اړتیا لرئ، نو ترجمان هم وي.
opt out of screening یعنی له سکریننگ څخه د وتلو لپاره معلومات دلته ترلاسه کړئ.