لارښود

د ګېډې د ښارګ (لوی رګ) د پړسوب (AAA) سکريننګ – يو وړيا معاينه د 65 او تر دې زيات عمر لرونکو نارينه وو لپاره (Pashto)

تازه شوی 9 January 2026

Applies to England

‏تاسو پخپله پرېکړه کولای شئ چې د ګېډې د ښارګ  د پړسوب (AAA) سکريننګ ته لاړ شئ او که نه. دا پاڼه ستاسو د پرېکړې په کولو کې مرسته کوي.

‏ولې NHS د AAA سکريننګ وړاندیز کوي؟

‏د ګېډې د ښارګ پړسوب، چې AAA بلل کېږي، د ښارګ په لویه رګ کې يو پړسوب دی. ښارګ هغه اصلي رګ دی چې وينه د زړه څخه ګېډې ته او د بدن نورو برخو ته لېږدوي. لوی AAAs جدي حالت دی. د سکريننګ موخه دا ده چې د پړسوب د ژر موندلو، څارلو او په وخت د درملنې امکان برابر شي.

‏که تاسو AAA ولرئ، ډېری وخت هېڅ نښې نه وي. دا معنا چې تاسو نشئ کولای په خپله پوه شئ چې دا عارضه لرئ. تر ټولو اسانه لاره د ګېډې الټراساؤنډ معاينه ده.

‏موږ څوک د AAA سکريننګ ته بولو؟

‏NHSاين ايچ ايس ټول نارينه په هغه کال کې سکريننګ ته رابولي چې عمر يې 65 کېږي. تاسو بايد له يو GP سره راجسټر ياست او په انګلستان کې واوسئ. لطفاً ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو GP لاندې معلومات په صحيح ډول لري:

• ‏نوم• ‏د زېږېدو نېټه• ‏پته• ‏د تماس شمېره• ‏برېښنالیک

‏که تاسو په هغه کال کې له GP سره ثبت نه واست چې عمر مو 65 شو، يا مو د تماس تازه معلومات نه وو، کېدای شي ستاسو بلنه ناوخته درورسېږي.

‏هغه نارينه چې عمر يې له 65 پورته دی او سکريننګ يې نه دی کړی، کولای شي له خپل سیمه‌ييز    AAA سکريننګ خدمت سره تماس ونيسي او معاينه تنظيم کړئ.

ټرانس(Trans) او غير دوه‌جنسي کسان

‏هغه کسان چې د GP په ثبت کې ښځې په توګه ثبت شوي وي، سکريننګ ته نه بلل کېږي. هغه ټرانس trans او غير دوه‌جنسي کسان چې د زېږېدو پر مهال نارينه ټاکل شوي وي او عمر يې 65 يا تر دې زيات وي، کولای شي د AAA سکريننګ وغواړي. ستاسو GP به دا ستاسو لپاره تنظيم کړي.

‏د ګېډې د ښارګ  انيورزم يعني پړسوب (AAA)

‏ښارګ د بدن اصلي رګ دی چې وينه ټول بدن ته رسوي. دا رګ د زړه څخه تر ګېډې پورې تېرېږي.

‏په ځينو کسانو کې، د عمر له زياتېدو سره د ښارګ د ګېډې برخه کمزورې کېږي. دا کمزوري کېدل د رګ د پړسوب لامل کېږي او يو aneurysm جوړوي.

‏دا حالت په 65 او تر دې زيات عمر لرونکو نارينه وو کې تر ټولو ډېر ليدل کېږي.

The aorta can swell in the abdomen and form an AAA

د AAA خطرونه

‏ستر پړسوبونه ډېر کم وي، خو که رامنځته شي، جدي خطر لري. کله چې د ښارګ د رګ ديوال ډېر کش شي، کېدای شي وچوي او د بدن دننيو وينو بهېدنې لامل شي. شاوخوا 85 له هر 100 کسانو څخه چې رګ يې وچوي، ژوند له لاسه ورکوي.

‏که موږ يو کوچنی يا ميانه پړسوب ومومو، مهمه ده چې په دوامداره توګه يې اندازه وڅارو. که تاسو کوچنی AAA لرئ، هر 12 مياشتو کې به معاينه کېږي. که ميانه AAA لرئ، هر 3 مياشتو کې به معاينه کېږي.

‏دAAA  سکريننګ څنګه ترسره کېږي؟

‏موږ يو ساده الټراساؤنډ معاينه کاروو، لکه هغه چې د حامله مېرمنو لپاره کارول کېږي. دا چاره چټکه ده او شاوخوا 10 دقيقې وخت نيسي.

‏په کلينيک کې به ستاسو شخصي معلومات وګورو او د معاينې څرنګوالی به درته تشريح کړو. تاسو کولای شئ پوښتنې وکړئ.

‏بيا به تاسو ته ووايو چې پرېوځئ او خپل کميس لږ پورته کړئ؛ جامې لرې کولو ته اړتيا نشته.

‏يو سوړ جېل به په ګېډه کې کېښودل شي او د معاينې آله به په پوستکي وښوول شي. معاينه بې‌درده ده. د الټراساؤنډ په پرده کې به ستاسو ښارګ ښکاره شي او اندازه به يې واخيستل شي.

‏پايله به په هماغه وخت درته وويل شي او يوه کاپي به ستاسو GP ته لېږل کېږي.

‏که تصوير روښانه نه وي، کېدای شي معاينه بله ورځ تکرار شي. دا د اندېښنې وړ خبره نه ده.

‏د AAA سکريننګ پايلې

‏4 ممکنه پايلې شته:

  1. ‏AAA نه دی موندل شوی
  2. ‏کوچنی AAA
  3. ‏ميانه AAA
  4. ‏لوی AAA

AAAنه دی موندل شوی

‏که ستاسو د ښارګ عرض له 3cm  (سانتي ميتر) کم وي، نو AAA نه لرئ. ډېری نارينه دا پايله لري. وروسته نه درملنې ته اړتیا وي او نه څارنې ته. تاسو به بيا سکريننګ ته ونه بلل شئ.

‏کوچنی AAA

‏که د ښارګ عرض د 3cm او 4.4cm تر منځ وي، دا کوچنی AAA بلل کېږي. شاوخوا 1 له هر 80 نارينه وو څخه دا حالت لري. هر 12 مياشتو کې به بېرته معاينه کېږي.

‏ميانه  AAA

‏که د ښارګ عرض د 4.5cm او 5.4cm تر منځ وي، دا ميانه AAA دی. شاوخوا 1 له هر 500 نارينه وو څخه دا حالت لري. هر 3 مياشتو کې به بېرته معاينه کېږي.

‏لوی AAA

‏که د ښارګ عرض 5.5cm يا زيات وي، دا لوی AAA دی. شاوخوا 1 له هر 2,500 نارينه وو څخه دا حالت لري. تاسو به د متخصص ټيم سره د ملاقات لپاره بلل کېږئ. هغوی به نورې معاينې وکړي او د درملنې لارې چارې به له تاسو سره وڅېړي، چې زياتره وخت عمليات وي.

د کوچني يا ميانه AAA څارنه

‏که تاسو کوچنی يا ميانه AAA لرئ، يوازې هغه وخت به درملنې ته اړتیا وي چې پړسوب لوی شي.

‏د پړسوب څارنه ډېر مهمه ده، ځکه چې کېدای شي لوی شي. ډېری AAAs په ډېر ورو سرعت لوی کېږي، او ډېری نارينه له کوچني يا منځني AAA سره هېڅکله لوی پړسوب ته نه رسېږي.

‏موږ به ستاسو لپاره له يو عروقي نرس متخصص سره د مشورې ملاقات تنظیم کړو چې د خطر د کمولو په اړه معلومات درکړي. ستاسو GP به ممکن درمل درکړي يا ستاسو موجود درمل وڅېړي. کېدای شي د وينې فشار معاينه هم وشي.

‏د لوی AAA درملنه

‏که لوی AAA وموندل شي، تاسو به د متخصص ټيم ته ور وپېژندل شئ. هغوی به نور ټيسټونه وکړي او د درملنې په اړه به له تاسو سره خبرې وکړي. معمولاً عمليات د ملاقات له نېټې څخه د 2 مياشتو په دننه کې ترسره کېږي، که تاسو پرېکړه وکړئ چې عمليات غواړئ.

‏د سکريننګ له لارې موندل شوي پړسوبونه اکثره په خوندي او مؤثر ډول درمل کېږي، خو عمليات خپل خطرونه لري. متخصص به دا خطرونه په تفصيل تشريح کړي.

‏هر څوک چې لوی AAA لري، عمليات نه کوي.

‏د AAA سکريننګ احتمالي خطرونه

‏هيڅ سکريننګ 100٪ بشپړ نه وي، خو د AAA د موندلو لپاره کارېدونکی الټراساؤنډ ډېر باوري دی. ډېر کم نارينه لوی AAA ته وده ورکوي که په سکريننګ کې پړسوب ونه موندل شي. سکريننګ د پړسوب د وچېدلو خطر په بشپړ ډول نه له منځه وړي، خو تر ټولو ښه طريقه ده چې خطر کم شي.

‏معاينه خپله هېڅ خطر نه لري، خو که عمليات ته اړتیا پېښه شي، هغه به خطر ولري. شاوخوا 30 له هر 10,000 معاينه کړل شويو نارينه وو څخه عمليات کېږي. د عملياتو له هر 67 کسانو څخه 1 کس ژوند له لاسه ورکوي. امکان لري چې د هغه پړسوب به هېڅکله هم نه وچېده که بې‌درمله پاتې شوی وای.

‏څوک زيات احتمال لري چې AAA ولري؟

‏نارينه د ښځو په پرتله 4 چنده زيات احتمال لري چې AAA رامنځته کړي. له همدې کبله ښځو ته سکريننګ نه وړاندیز کېږي. د عمر له زياتېدو سره دا خطر زياتېږي.

‏ستاسو خطر زياتېدای شي که:

• ‏تاسو سګرېټ څکلی وي يا اوس څکوئ• ‏لوړ د وينې فشار ولرئ• ‏ستاسو ورور، خور يا مور او پلار له AAA سره مخ و يا دی

نور معلومات او ملاتړ

‏د نورو معلوماتو لپاره لطفاً له خپل سیمه‌ييز AAA سکريننګ خدمت سره تماس ونيسئ. که تاسو اضافي ملاتړ ته اړتیا لرئ – لکه د پاملرونکي راتګ، د اوږده وخت اپواينټمنټ، يا بله معاينه ځای – نو مخکې له ملاقات څخه هغوی ته خبر ورکړئ.

‏ستاسو د بلنې پاڼه به د هغوی د تماس جزييات ولري. تاسو کولای شئ له خپل GP سره هم خبرې وکړئ.

د خپل ځايي AAA سکريننګ (معائنې) خدماتو د تماس تفصيلات دلته معلوم کړئ۔

‏دا معلومات په نورو بڼو هم شته، لکه آسان لوست، يا په نورو ژبو. د بلې بڼې غوښتلو لپاره، لطفاً 0300 311 22 33 ته زنګ ووهئ يا england.contactus@nhs.net  ته برېښنالیک ولېږئ.

‏تاسو دا هم کولای شئ:

• ‏په NHS.UK باندې د AAA سکريننګ نور معلومات وګورئ• ‏د trans او غير دوه‌جنسي کسانو لپاره د NHS د سکريننګ معلومات ولولئ

‏د Circulation Foundation او British Heart Foundation بنسټونه د هغو کسانو ملاتړ کوي چې د رګونو ناروغۍ لري، په شمول د AAA ناروغانو.

‏موږ ستاسو د NHS له ریکارډونو څخه شخصي معلومات کاروو څو تاسو په مناسب وخت کې سکريننګ ته راوبلو. دا معلومات موږ سره د سکريننګ د پروګرامونو د ښه کولو او د لوړ کيفيت د خدمت په وړاندې کولو کې مرسته کوي. په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې موږ ستاسو معلومات څنګه ساتو۔

معلومه کړئ چې تاسو له سکريننګ يعني معائنې څخه څنګه ځان باسلای (يعني انکار کولای) شئ۔