د نړۍ خبرونه

نیټه: د ۲۰۱۴ میلادی کال د مارچ میاشتی ۴ مه

نیټه: د ۲۰۱۴ میلادی کال د مارچ میاشتی ۴ مه

دا د2010 to 2015 Conservative and Liberal Democrat coalition government لاندې خپور شوی
British Ambassador to Afghanistan Sir Richard Stagg

British Ambassador to Afghanistan Sir Richard Stagg

د یو سفیر په صفت زه دنده لرم چې په برتانیه کې خپلو هېوادوالو ته د افغانستان د روانو چارو په هکله معلومات ورکړم. په افغانستان کې راتلونکي ټاکنې د بریتانیا خلکو او افغانانو لپاره د پام وړ موضوع ده. په کابل کې د نوماندانو د پوسټرونو ځړېدل او د تلویزیون له لارې د نوماندانو لخوا د مناظرو تر سره کېدل په افغانستان کې د ټاکنو پر وخت د ډیموکراسۍ ښکارندوي کوي چې بیلګې یې برتانیه او هندوستان کې لیدلی دي. زه باید ووایم چې لس کاله مخکې افغانانو د ازادو ټاکنو د ترسره کولو چانس نه درلود او د دولت چارې به په زور پر مخ بوول کېدې چې بیلګې یې طالبان او کمونستان دي. یو میاشت پسته به د شرایطو سره سم ښځینه او نارینه د قوم اوسیمې د توپېر نه پرته هر افغان په ټاکنو کې د برخې اخستلو حق ولري. رایه که د وزیر وي او یا هم د کروندګر برابر ارزښت به ولري. دا مهال ګڼ شمېر خلک پوهېږي چې چا ته رایه ورکړي. یو شمېر نور خلک غواړي چې د پرېکړې له مخه د کاندیدانو خبري اترې واوري خو هیڅوک نه پوهېږي چې بریالیتوب به د چا په برخه شي، همدغه د ډیموکراسۍ اصل دی. یو شمیر خلک فکر کوي چې ښایي و نه توانیږي چې په ټاکنو کې برخه واخلي او یو شمیر خلک وایی په ټاکنو کې به درغلي او بهرنۍ مداخلې تر سره شي. هرومرو، په نا آرامه هیوادونو کې ټاکنې د ننګونو نه خالي نه دي خو زه په قوي ګمان سره ویلی شم چې هغه ټولو ادارو لکه د ټاکنو چارواکو، دولت او نړېوالې ټولنې به د تېر شوي وخت نه د پام وړ زده کړې کړي وي. د ټاکنو تیاري به ښه توګه روانه ده. د خلکو دبرخه اخیستنه د یقیني کولو په موخه د پام وړ هڅې روانې دي. د ۳.۵ ملیونو نه زیات د رایې ورکونې نوي کارتونه ویشل شوي دي چې هر دریم کارت یي ښځینه برخه اخیستونکو ته وېشل شوی دی. امنیتي قواوې او د ټاکنو مقامات له نژدې کار کوي تر څو د ټاکنو په ورځ د ټاکنو د مرکزونو فعالیت یقیني کړي چې ددوی په وینا غوڅ اکثریت مرکزونه به فعال وي. د تېرو ټاکنو په پرتله به دا ځل درغلي ډېره ستونزمه وي ځکه چې د ټاکنو نوې پاڼې نه کاپي کیږي او د نوموړې پاڼې به په خوندي ډول وساتل شي او له نژدې نه به یې څارنه کیږي. په زرګونو ازاد ساتونکي به د ټاکنو په مرکزونو کې شتون ولري. همدارنګه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړو، د ټاکنو په اړه د شکایتونو د خپلواک کمیسیون او د رسنیو کمیسیون ژمنه کړې چې خپله دنده به په پوره ایماندارۍ سره تر سره کوي. لا ډېر کار پاتې دی خو دا ځل د ټاکنو لپاره غوره تیارۍ نیول شوې دي. زه د هغو سره په کلکه موافق یم چې وایې د بریاليتوب لپاره مهمه ده چې بهرنېان په ټاکنو کې لاس وهنه ونکړي. دولت ژمنه کړې چې ټاکنې به په خپل وخت تر سره شي او دا چې دولتي منابعو نه به د کوم نوماند په ګټه کار نه اخستل کیږي. دا اړینه خبره ده او تر دې مهاله چې ما د هر افغان سره لیدلي غواړي چې دولت يې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي. دا ډېره مهمه ده چې د بهرنیانو لاسوهنه د ټاکنو په پایلو کومه اغیزه ونه لري . افغانان د بهرنیانو د لاس وهنې په پایلو کې له ډېرو کړاونو سره مخ شوي دي نو زه پوهېږم چې خلک ولې پدې اړه خواشیني دي. د برتانیې په استازیتوب زه په زغرده ویلای شم چې مونږ به د هیڅ کوم نوماند ملاتړ و نه کړو. دا یواځې د افغانانو پرېکړه ده چې څوک باید د راتلونکو پنځو کالو لپاره په افغانستان حکومت وکړي. افغانان پخپله ښه پوهېږي چې د ولسمشرۍ لپاره غوره شخص وټاکي. د راتلونکو ټاکنو د ښه تر سره کېدو په موخه همکاري د نړیوالې ټولنې لپاره یواځینۍ قانوني دنده ده. دادبرتانیې یواځینۍ موخه ده. مونږ د رایو د غوره سمبالښت په موخه ملګرو ملتونو له لارې د افغانو ټاکنیزو ادارو سره د ۳۰ ملیونه ډالرو نه زیاته مرسته کوو. مونږد افغانو ادارو سره مرسته کوو تر څو دوی وکولای شی چې بی طرفه څارونکي په دندو وګماري چې د درغلۍ نه مخنیوی وکړي، د ټاکنو او اړونده موضوعاتو په هکله د خلکو معلومات اضافه کړي. مونږ ولایتي شورا ته د ولاړو افغانانو ښځو سره ددوی د ستونزو د هواري په موخه مرسته کوو او د آیساف په چوکاټ کې زمونږ سر تیري چمتو دي چې ولایتونو ته د ټاکنو اړوند موادو د انتقال په موخه مرستې وکړي که چېري افغان چارواکي ترې غوښتنه وکړي. زمونږ هدف د افغانانو چمتو کول دي تر څو خپل غږ پورته کړي. مونږ د هیڅ کوم کمپاین او یا هم د نوماند نه ملاتړ نه کوو.

خپور شوی6 March 2014