Letter from DARR to ARP-eligible individuals who remain outside the UK regarding the 2022 data incident (Pashto)
Updated 17 July 2025
هغه اشخاصوته چی د ARP وړدی او انګلیستان ته د لیږد په پروسه کیی دی لیکونه .
زه تاسو ته خبر درکوم چې د معلوماتو د ضایع کېدو یو پېښه رامنځته شوې چې د ARAP او EGS سکیمونو د هغو درخواستونو سره اړه لري چې د ۲۰۲۲ د جنورۍ تر ۷ نېټې مخکې شوي وو. دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو لیست چې د قضیو د څېړنې لپاره کارېده، د یوه اداري تېروتنې له امله د رسمي برتانوي حکومتي سیستمونو څخه بهر واستول شو، چې دا زموږ د سختو معلوماتو د ساتنې پروتوکولونو ښکاره سرغړونه وه.
موږ غواړو تاسو ته ډاډ درکړو چې دا لیک یوازې د پېښې د خبرتیا لپاره دی او ستاسو د برتانیا د مېشتېدو کیسونه باندې هېڅ اغېز نه لري.
د دې لپاره چې معلومه کړئ ستاسو معلومات د دې پېښې یو برخه و، مهرباني وکړئ د ځان-کتنې وسیله د لاندې لینک Data Incident Self-Checker له لارې وکاروئ:
د دفاع وزارت په صمیمانه ډول له دې پېښې څخه د رامنځته شوي اندېښنو لپاره بښنه غواړي. هر څوک چې د ARAP او EGS سکیمونو لپاره یې درخواست ورکړی، باید باور درلودلی وای چې د دوی معلومات به خوندي او محفوظ وي. موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې دا لیک یوازې د پېښې ستاسو د خبرتیا لپاره دی، او که تاسو د ARAP لپاره وړ یاست، ستاسو حالت نه دی بدل شوی، او تاسو ته اړتیا نشته چې کوم اقدام وکړئ.
د دې پېښې په غبرګون کې، حکومت د خطر ارزونه کړې او اړونده کسانو ته د معلوماتو د افشاء له امله ممکنه خطرونه ارزولي دي. د دې ترڅنګ، حکومت اقدامونه کړي دي لکه د افغانستان د غبرګون (ARR) له لارې د متاثره کسانو برتانیا ته انتقال کیژی. موږ نور اقدامات هم کړي تر څو د معلوماتو د لا نورو خپرېدو مخنیوی وشي.
که تاسو لا هم په افغانستان کې یاست، موږ تاسو ته یادونه کوو چې پرته له قانوني اسنادو بل هېواد ته د سفر هڅه مه کوئ، ځکه چې د شړلو له خطر سره به مخ شئ.که تاسو کومې پوښتنې لرئ یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، نور معلومات لاندې د بریتانیا دمعلومات په مرکزموجود دي.. او کولاسی چی دا لینک Data incident affecting applicants to the Afghan Relocations and Assistance Policy Scheme and Afghanistan Locally Employed Staff Ex-Gratia Scheme وکاروی .
به درناوی