Corporate report

افغانستان

Updated 16 October 2014

This was published under the 2010 to 2015 Conservative and Liberal Democrat coalition government

د ۲۰۱۳ کال د نړیوالو بشري حقوقو په پروسو کې مونږ د افغانستان د ونډه اخیستنې هرکلی کوو. د افغانستان له خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو کونسل ته د نړیوال څېړنیز ملي راپور سپارل یوه غوره بیلګه ده. دا پداسې حال کې دی چې افغانستان د بشري حقوقو د یو ګڼ شمېر تړونونو منونکی دی او ددې هېواد د اساسي قانون په ګډون قانون جوړونه د بشري حقوقو ساتنې ته ژمنه ده خو د بشري حقوقو تطبیق لا هم پدې هېواد کې کمزوری دی. په افغانستان کې د لسیزو تاوتریخوالي ددې پرمختګ پر وړاندې یو ستر خنډ دی. د ښې حکومتدارۍ په موخه د ظرفیتونو لوړول او د بشري حقوقو نه د ساتنې په موخه د امنیت شتون د افغان دولت لپاره یوه اوږدمهاله هڅه ده. د افغانستان په محافظه کارو ټولنو کې لا هم د ښځو د حقوقو، لږکیو د حقوقود مذهب او بیان د ازادۍ په سر اختلافات موجود دي. په نوموړو برخو کې پرمختګ ښایي ګړندی نه وي اود یو شمېر نورو برخود لکه د زده کړې، صحت او اقتصاد د پرمختګ پورې تړاو ولري. آغلې ناوي پیلی چې په ملګرو ملتونو کې د بشري حقوقو ستره کمشنره ده، په سپتمبر کې د کابل نه لیدنه وکړه او د شوي پرمختګ د منلو سره سره يې د بشري حقوقو د پرمختګ پر برخه کې د نیمګړتیاو په هکله اندېښنه وښوده.

په ۲۰۱۳ کال کې، مونږ په ټوکیو کې د دوه اړخیزه حساب ورکونکې په کانفرانس کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې له طرفه د شویو ژمنو د پلې کولو په موخه کار کړی چې په ۲۰۱۲ کال کې په ټوکیو کې په پرمختګ باندې جوړ شوي کانفرانس کې منل شوي دي. د جولای په میاشت کې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې لوړپوړې مامورینو په کابل کې ناسته درلوده تر څو شوی پرمختګ د حساب ورکونې د دوه اړخیز جوړښت (TMAF) سره پرتله کړي. د برخه اخیستونکو له خوا دا ومنل شوه چې افغانستان تر یوه حده پرمختګ کړی دی او ټینګار یې وکړو چې د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي د قانون په ګډون د ژمنو د سر ته رسولو په موخه نورو هڅو ته اړتیا شته. دا موضوع به د ۲۰۱۴ کال په جنوري کې په لوړپوړي (TMAF) غونډه کې وڅېړل شي. برتانیه به د ړومبۍ وزارتي بیاکتنې چې په ترڅ کې به یې د (TMAF) سره پرمختګ پرتله شي، معاونیت په غاړه ولري چې د نوي افغان دولت د جوړېدو نه د دریو نه تر شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړه شي، چې د ژمنو د ترسره کولو په لاره کې به اړینه ونډه ولري.

د نومبر په میاشت کې د برتانیې لوړپوړې وزیرې آغلې وارثي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د معین ښاغلي ارشاد احمدي سره یو ځای د افغانستان او برتانیې د تر منځ د اوږدمهاله اړیکو د تطبیق د بیا کتنې په موخه د جوړ شوي ګډ کمیسیون مشري په غاړه درلوده. وزیرانو د ۲۰۰۱ کال راهیسې د تاریخې لاس ته راوړنې د ساتلو په موخه د دواړو هېوادونو په ژمنو ټینګار وکړو چې بشري حقونه، زده کړه او صحت یې مهمې برخې دي. مونږ د افغانستان د بشري حقوقو د مستقل کمیسیون سره د ۵ لکه پاونډو مرسته وکړه تر څو د بشري حقوقو او د بشري حقوقو د کارکوونکو د خوندي کولو په برخه کې ددوي د کړنو نه ملاتړ وکړو.

۲۰۱۴ کال به د بشر د حقوقو د لاس ته راوړنو د پیاوړي کولو له پاره خورا مهم کال وي. افغانستان به د اپریل په میاشت کې نوی ولسمشر وټاکي. مونږ به د نوي حکومت سره کار وکړو تر څو یقیني کړو چې د بشر حقونه ددوي د پالیسیانو یوه بشپړه برخه وي. مونږ د افغانستان له طرفه د جنګ په وخت کې د جنسي تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ژمنې د تصویب هر کلی کوو چې د ملګرو ملتونو د بهرنیو چارو د سیکرتر لخوا د سپتمبر په میاشت کې خپور شو. مونږ به د افغانستان د دولت سره د خپلو ژمنو د ترسره کولو په موخه کار وکړو. مونږ به پدې هم کار وکړو چې د ۲۰۱۴ نه پس بشري حقوق په افغانستان کې د اروپایي ټولنې په کاري ړومبیتوب کې پاتې شي او د ملګري ملتونو اداره بشري حقوقو ته په ټینګه سره پاملرنه وکړي. مونږ په پام کې لرو چې د ناموسي قتلونو او بندیانو سره د چال چلند اړوند زمونږ د سپارښتنو په ګډون یو شمېرد بشري حقوقو موضوعاتو ته اشاره وکړو، د افغانستان د جنوري ۲۰۱۴ د بشري حقوقو د راپور له لارې. مونږ هیله لرو چې افغانستان به د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو کونسل ته د خپل راپور پر مهال زمونو سپارښتونو ته مثبت ځواب ووایي. مونږ به ددوی سره مرسته وکړو تر څو وکولای شي زمونږ سپارښتنو ته عملي بڼه ورکړي.